په ناول کې د کرکټرونو ستاینه او غندنه
نوراغا رحماني
ناول کیسه ده او کیسه بیا پر کرکټرونو مخته ځي؛ کرکټرونه بیا طبعاً د پیغام د ښه رسولو په پار په ښو او بدو وېشل کېږي. د ناول کیسه د ژوند کیسه ده، که واقعي نه وي خو له ژوند سره باید خامخا تړلې وي. د ناول په کیسه کې د ژوند په څېر پوه او ناپوه، هوښیار او بې?عقل، پیاوړی او کمزوری، ژغورونکی او وژونکی، انسان او وحشي، نرم او توند او لنډه دا چې هر ډول ځانګړتیا لرونکي شخصیتونه لوبېږي.
خلک ټولنه ځنګل بولي چې د هر ډول مېوه لرونکو او بې؟ مېوې ونو او بېلا بېلو بوټو ترکیب دی؛ ناول هم همداسې در واخله او خوند یې هم په همدغه تنوع او بدلون کې دی.
په ناول کې د کرکټر شخصیت د هغو له کړنو او له نورو سره د تقابل پر بنسټ څرګندېږي؛ که یو څوک ناول لولي په اسانۍ سره ښه او بد درکولای او هر چا ته یې له شخصیت سره سم ذهني انځور ټاکلی شي.
که په ناول کې کرکټرونه یو ډول وي، یا تقابل ونه لري، فکر نه کوم چې بیا دې کیسه شي او څوک یې دې د خوند یا زده?کړې له پاره ولولي؛ اصلاً دغه کیسه د ژوند په څېر رنګینه او د کرکټریز رول د بدلون له اړخه خوندوره ده.
خو په ځینو ناولونو کې د کرکټر پر کړنو سربېره یې ستاینه یا غندنه هم په کیسه بار وي؛ د بېلګې په توګه:
ښه رول لرونکی له ښه ټبره بلل کېږي، د نیکونو تاریخ ته د بیا ژوند ورکوونکي لقب وړي، د پلار ریښتینی اولاد او د ویاړلې ټولنې په واقعي بچي ستایل کېږي، د غیرتي ولس عزت او غیرت یې بولي، د شمله ورو شمله او د ویاړلو ویاړ یې یادوي او لنډه دا چې له شخصیت او کړنو سربېره یې یو عالم ستاینې کتار کړې وي.
د بد رول لرونکي په لقبونو او غندنه کې هم کمی نه کېږي او پر شخصیت سربېره یې دومره غندنه کېږي، چې سړی له ناوله زړه?توری کړي. دغه راز د معشوقې خط او خال له انځور ماسِوا تر مبالغې اوړي او رقیب خو هسې هم د سترګو اغزی وي.
اصلاً د کرکټر انځور او کړنې سړي ته د هغو د شخصیت ټول اړخونه په لاس ورکوي او فکر نه کوم چې اضافي ستاینو او غندنو ته دې اړتیا وي.
لیکوال یې کېدای شي د څو موخو له پاره ستاینو او غندنو ته پناه وړي:
لومړی؛ کېدای شي اصلي کیسه د ناول کېدو وړ نه وي، چې په بې?ځایه ستاینو او غندنو به یې پوره کوي.
دويم؛ یا به له یوې مخې ټول لوستونکي ناپوهه ورته ښکاري.
درېيم؛ پر ویاړنو نازېدلو او پر غندنو به خپل زړه سپکوي.
څلورم؛ له یوه سره به خواخوږي لري او له بل کرکه.
پینځم؛ یا به هم په لوی لاس خپل احساسات په کیسه کې دخیلوي او…
د کرکټر له انځور وروسته یې ستاینې او غندنې مبالغه ده، داسې مبالغه چې د کیسې اغېز او اصلیت له منځه وړي؛ که کرکټر له ټولو ځانګړتیاوو سره انځور کړل شي، لوستونکي به بیا د نور ښه? ویلو/ بد ویلو اړتیا حس نه کړي.
په کیسه کې بې?ځایه زیاتوالی په سړي کې د کیسې د مصنوعیت فکر پیاوړی کوي او هر څه ته د سرباري په سترګه ګوري. دغه راز که لوستونکی په کیسه کې د لیکوال د احساساتو ګډون درک کړي، بیا به یې نه پر ژوند اغېزه وکړي او خوند خو لا څه کوې، چې بېخي به یې ونه لولي. بل دا چې د ستړیا لامل یې کېږي، له قضاوته محرومېږي او د لیکوال له خوا د یو مخ ناپوهه بللو احساس یې پیاوړی کېږي. کله چې له لوستونکي قضاوت واخیستل شي، فکر نه کوم چې بیا دې کيسه تر پایه ولولي.
د یوې کیسې د کرکټرونو رول او شخصیت د هغه له کړنو څرګندېږي. د شخصیت په اړه تشرېح یې نه یوازې اضافي ده، بلکې تاثیر او اغیز یې یو مخ له منځه وړي او د لوستونکي او کیسې تر منځ لوی درځ رامنځته کوي.
زه بیا هم ټول ناولونه په یوه تول نه تلم او نه مې مطلب د ناولونو د لیکلو مخنیوی دی؛ خو فکر کوم که پر جوړښت یې لږ غور وشي، اغیز او ګټه به یې ډېره وي او د لیکوال سره به یې د پیغام په رسېدلو کې مرسته کړې وي.