دلو 26, 1401 08:51 Asia/Kabul
  • د ژبې او لهجې ترمنځ اساسي توپیرونه

امېد حیران

۱ـ د یوې ژبې د دوو لهجو د ویونکو تر منځ په مکالمو کې افهام او تفهيم صورت نیسي؛ مګر د دوو ژبو ویونکو پر مکالمو ـ چې د يوه او بل ژبه يې زده نه وي ـ يو او بل نه پوهيږي.

۲ ـ ممکن د دوو لهجو د ځينو د يوې مانا لرونکي لغت تر منځ توپير موجود وي، نه معنوي توپیر مګر د دوو ژبو ترمنځ د ډيرو لغتونو، جملو په قواعدو، معناوو او نحوه کې توپير موجود وي.

۳ ـ ځينې ژبڅيړونکي په دې نظر دي چې موږ لهجې ته معياري نه شو ويلای مګر یوې ژبې ته معياري ویلای شو، کله چې یوه لهجه ډېره پیاوړې شي، په معياري ژبه بدلیږي. لهجه ځکه معياري نه وي چې هر فرد له بل سره په لهجه کې توپیر لري، لهجه شفاهي وي او ژبه لیکل کیږي، موږ معيار یوازې لیکنې ژبې ته ویلای شو، نه شفاهي ته.

۴ ـ معمولا نسبت ژبې ته د لهجې ویونکي لږ وي، لهجه له یو فرد نه نيولې تر يوه ولایت، قوم او یوې محدودې جغرافیوي سیمې کې ویل کیږي، ژبه د يو فرد نه بلکې د یوه یا څو ملتونو مشترک مال وي، د هيواد په کچه ویل کيږي، ځينې هيوادونه رسمي او ملي ژبې لري. د نیويارک د ښار مشهور ژبپوه (لابرت لارنس) وايي: د یوې ژبې خاص تلفظ لهجه ده. له دې معلوميږي چې د ژبې هر ویونکی له بل ویونکي سره د تلفظ اختلاف لري او هر سړی ځان ته لهجه لري.

۵ـ موږ د يوې لهجې ویونکي د تلفظ له ډول او څرنګوالي څخه د هغه مورنۍ ژبه، موقیعت، قوم، ټولنیز سياسي قدرت او حتی مذهبي موقف پیژندلای شو؛ مګر د يوې ژبې يو ویونکي په پورتنیو ټولو ځانګړتیاوو نه شو پوهیدلای. که څوک په هزارګي، پښتو او ننګرهارۍ ژبه خبرې کوي، موږ پوهیږو چې دوی د افغانستان دي، د پیښور او ايران اوسيدونکي نه دي، یو يې پښتون او بل یې اهل تشیع دی.

۶ ـ دژبو ويونکي کوشش کوي چې د بل هيواد ژبه زده کړي؛ مګر ډېر لهجه ویونکي په دې هڅه کې نه دي ليدل شوي.

۷ ـ د يوې ټولنې ټول خلک په يوه نه يوه ژبه پوهیږي مګر هر څوک او هر وګړی (استثناات شته) لهجه نه لري، که د چا خبرې دومره کلاسیکې او بې توپیره وي چې د اوريدونکي له خوا یې لهجه معلومه نه شوه او نه یې هم موقیعت معلوم شو نو موږ باید پوه شو چې نوموړی لهجه نه لري.

۸ ـ حبيب الله تږی د يوه بهرني ژبپوه (هيوز) له قوله وايي: (کوم شی چې ژبه نه ده، لهجه ده) په بل ځای کې وايي چې ژبه عبارت له هغو فردي لهجو له مجموعې نه ده، چې لږ يا ډير ورته والی سره لري. لهجه عين شی ده، مګر په دومره توپير، چې کله که دواړه اصطلاحات په عين بحث کې يعنې يوې ژبې په برخه کې استعماليږي، نو د يوې واحدې لهجې د فردي لهجو تر منځ ورته والی تر هغه زيات وي، چې د ټولې ژبې د فردي لهجو تر منځ ليدل کيږي. که سړی ژبه يو سيستم وګڼي، که کوم ډله ييز توپير چې په دې سيستم کې رامنځ ته شوی، هغه لهجه ده.

ژبه د یو هیواد رسمي يا ملي ژبه وي. د ښوونځيو، پوهنتونونو، دولتي اسنادو د ثبت، مراسلاتو او د رسنیو د نشراتو ژبه وي خو لهجه بيا دا ځانګړتياوې نه لري.