دلو 24, 1401 11:29 Asia/Kabul
  •  څه ډول د ماشومانو د ضد مخه نیولی شو؟

مور او پلار په ډیر کم خلاقیت او ابتکار سره بې له دې چې غوسه او اندېښنه وکړي، له خپلو ماشومانوسره د ښه چلند حل لارې پیدا کړي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

مور او پلار په ډیر کم خلاقیت او ابتکار سره بې له دې چې غوسه او اندېښنه وکړي، له خپلو ماشومانوسره د ښه چلند حل لارې پیدا کړي.

میندې تل د خپلو ماشومانو له ضد څخه کړېږي. که په دغه حساس وخت مور او پلار لږ څه بې غوري هم وکړي، کېدای شي د ماشوم پر راتلونکې منفي اثر پرې باسي، خو که یو څه له حوصلې کار واخلي او هغه لارې چارې وکاروي، چې وکولای شي ماشوم ته یې ښه روحیه ورکړي له دې ستونزې سره مبارزه اسانه ده.

لومړی ټکی دا دی، چې له داسې بوختوونکو کارونو څخه ګټه واخلئ، چې وکولای شئ خپل ضدي ماشوم آرامه کړئ او و کولای شي د یوه وخت لپاره یې در سره همکار کړئ.

فرض کړئ د خپلو ماشومانو غاښونه بورس کوئ، خو ماشوم مو درته خپله خوله نه وازوي، د نوکانو اخیستلو پروخت درته لاس یا پېښې په سم ډول نه نیسي او یا دا چې که مو ماشوم پر خپل وخت پارک ته نه پرېږدي، کېدای شي په تاسو باندې د کوم بل کار ناوخته شي، څه باید وکړئ؟

معمولأ هغه ماشومان، چې عمر یې له ۳ تر څلور کلونو پورې دغه ډول ضدیت اختیاروي. په خاصه توګه کله، چې پلار یا مور وغواړي په هغوی باندې یو کار په زور سره تر سره کړي مخالفت ور سره کوي.

د دوی د مخالفت اصلي لامل دا دی، چې غواړي خپله آزادي ښکاره کړي.

په دې وخت کې له ماشوم سره خبرې کول بې ګټې دي. د دې لپار، چې ماشوم مو قانع کړئ په هغوی باندې باید چیغې ونه وهئ او تهدید یې نه کړئ. که تاسو لږ هم له خلاقیت او حوصلې څخه کار واخئ کولای شي د د ماشوم حواس د خوښې وړ کار ته راجلب کړئ.

معمولآ کله، چې ډاکټر غواړي ستاسو ماشوم ته ستنه ولګوي او یا هم د یوه شي د اخیستلو لپاره مو له ماشوم سره یو ځای په اوږده قطار کې ولاړ یې او ماشوم مو دغه په تمه کېدل نه شي زغملی، نو ښه ده، چې د هغوی فکر په بل څه باندې مصروف کړی او د خپلې شا او خوا شیانو ته یې فکر ور واړوئ.

ماشوم مو وخندوئ، د ماشوم خندول د مسواک وهلو او یا هم د درملو غوړلو تر ټولو غوره لاره ده. کله، چې ماشوم خاندې نه یوازې دا چې فکر یې بل ځای نه وي مصروف بلکې خوله یې هم وازه وي.

ماشوم ته مو د خپل وړکتوب په هکله خبرې وکړئ، د دې لپاره چې ماشوم مصروف وساتئ تر ټولو غوره لاره یې دا ده، چې ماشوم ته مو کیسې او داستانونه ولولئ. ان که هغه یوه جوړه شوې کیسه وي.

په دې ډول سره موږ کولای شو خپل تخیل هم و آزمایو او په څنګ کې ورسره خپل ماشوم د ډیر وخت لپاره مصروف کړو.خبرې ورته په ترنم کې وکړئ، معمولآ د شپې لخوا کولای شئ په پوره آرامئ سره له خپل ماشوم سره اوږدې خبرې وکړئ، کیسې او داستانونه ورته ولولئ، که دغه څه په آهنګینه او د ترنم په لهجه ولولئ ماشوم به مو لا د ځان په طرف جلب کړی وي.په آهنګینه لهجه سره کولای شئ، چې مسواک کولو او یا د خوب د جامو اغوستلو لپاره قانع کړئ. دغه راز کولای شئ. چې دخبرو کولو پر وخت ورته یو یا دوه ټکي په اشتباه سره و وائ، تر څو د ماشوم فکر مو ستاسو خواته واوړي او تاسو په اسانۍ سره وکولای شئ د خپل ماشوم غاښونه پاک کړئ او د خوب کالي ورته واغوندئ.

هڅه وکړئ د کیسې ویلو پر مهال مو خپلې لهجې او غږ ته بدلون ورکړئ د بېلګې په توګه، د زړو کاسانو، د بې غاښه کسانو او یا ورته په مختلفو لهجو ورته خبرې وکړئ تر څو ستاسو ماشوم له کیسې پوره خوند واخلي او په څنګ کې ورته ښه غوږ کېږدي.

که غواړئ ماشوم مو ډاکټر ته بوزئ، خو نه غواړي په موټر کې سپور شي نېږدې ورشئ او غوږ کې یې ورته و وایي زه غواړم تا ته یوه پټه خبره وکړم غواړې وایې ورې، د ماشوم له هو ویلو سره سم یې په غېږ کې را واخلئ او د موټر په چوکۍ کې یې در سره کېنوئ.

تل په مثبتو کلمو تمرکز وکړئ؛ ایا ماشوم مو د شپې له ډوډۍ خوړلو مخ کې لاس پر صابونه نه مینځي؟ تاسو ورته یوه مثبته خبره وکړې زویه، کله دې چې سر په شامپو ومنځي د سر وېښتان دې ډیره ښه ځلا کوي بوی یې هم خوندور وي دغه ډول به ستا لاس هم ښکلي او پاک وي له دې خبرې سره یې ورو ورو په لاسو صابون ووهئ او پرې ویې منځئ.

په لږ خلاقیت او حوصلې سره کولای شئ تر دې هم ښې او مناسبې لارې چارې پیدا کړئ او د ماشوم په آرامولو کې ور څخه ګټه واخلئ. په دې کار سره مو ماشوم ته لا نېږدې کېدای شئ او کولای شئ د ماشوم لپاره مو یوه ښه راتلونکې په برخه کړئ.

تگ