دلو 24, 1401 09:18 Asia/Kabul
  • د لیکوالۍ خنډونه (پاتې برخه):

لیکنه: میلاد باور

څلورم – ستړیتوب (نا آرامي)کله کله ورځنۍ چارې سړی دومره ستړی کوي چې د خبرو کولو توان هم نه وي، وار خو د ليکنی شو. لوږه، د عضلاتو ضعف، بېخوبي او ځینې نور… هغه عوامل دي چې د ليکلو توان له راڅخه اخلي. ښه به دا وي چې لومړی دا خنډونه لرې او بیا پیل وکړو، ځکه په ورته وضعیت کې به د ليکنې پایله غوره نه وي.که تمه وي چې مخکې د څه لیکلو څه وخورئ. هڅه وکړئ ساده او سپک شیان وخورئ. په خوړولو که ډېروالی مه کوئ، خصوصاً د غوړو خوړو څخه لږه ګټه واخلئ، ځکه چې کېدای شي، خوبولي مو کړي. همدارنګه که تمه وي چې څو شېبې یا څو ساعته ویده شئ، په هېڅ صورت سره مطالعه مه کوئ او ټولنیزې پاڼې مه لولئ.راډیو او تلویزیون هم بند کړئ. لکه څنګه چې جسم مو استراحت او آرام ته اړتیا لري، ذهن مو هم دې آرامتیا ته ضرورت لري.د پورتنیو کړنو په کولو سره خپل ذهن به فعال ساتلای شئ او کېدای شي وروسته له پاڅېدو سره له دې چه ځان به مو استراحت وکړي، خو ذهن به مو د پخوا غوندې ناآرامه وي.پنځم خنډ: کاري بوختیاوېیو لړ چارې ډېر بوخت او استرس لرونکې وي. ځينې ملګري پېژنم چې په شدت له سهاره تر ماښامه کار کوي. دوی چې کله کور ته راځي، کېدای شي د خپل (مونوګراف) او یا د راپور په ليکلو بوخت شي، خو ستړیا او کم وخت دوی ته د کار امکان ورنکړی. دوی د ورځې په اوږدو کې هم ددې کار لپاره وخت نه لری او تل شکایت کوی چې یو نړی موضوع ګانې د لېکلو لپاره لری او پاتې دی. جالبه خو بیا دا ده چې ځېنی موضوعات ددوی له هماغه ورځنی ژوند پورې تړاوو لری چې په داګه سره له دوی پرته یې بل څوک لیکلی هم نشی.زه خپله د عامه اړیکو مدیر وم. هغه کسان چې د (عامه اړیکو) په اړه لږ او دېر معلومات لری، پوهېږی چې په هر سازمان او تولڼه ګې دا برخه څومره بوخته وی. د (عامه اړیکو) مدیران او کارکونکی د سر ګرولو وخت هم نه لری! اوس نو ددې ترڅنګ چې د عامه اړیکو مدیر وم مجبور وم چې د سازمان رسنی لپاره مې هم ځینی مطالب ولېکم. د دویم دندې په ډول وروسته د رسمی کارونو څخه په کور کې مې هم باید ځینی مطالب د خپروندویانو او ورځپانو لپاره باید لیکلی وی. د رسمی کارونو او لیکوالی چارو تر منځ د انډول ساتل راته سخت وه. کله به هم چې کور ته راتلم، ستړیا ددې لامل کېده چې پر وخت لېکلو باندې پیل ونکړم. کله به مې یو لړ تخنیکونه آزمایل چې تر دېره پوری راته ګتوره تمامیدله.زموږ د کور او دفتر تر منځ لاره ۲۰ دقېقې ده، هر سهار به چې له خوبه پاڅېدم او ذهن مې تازه وه، تر دفتره پورې پیاده راتلم. د لارې په اوږدو کې مې پر موبایل هغه خبرې ثبتولې چې تمه کېدله نن ورځ څه پرې وليکم. خلکو به هم ویل چې ګواکې له چا سره به په موبایل خبرې کوم.کله به چې له دفتر نه کور ته راتلم یوازې اړتیا به وه چې ثبت شوی غږ لیکم او ایډېټ (سموون) یې وکړم. طبیعتاً دا کار ډېر تمرکز او فکر کولو ته اړتیا نه لري.ښایي نور هم په دې برخه کې له تاسو سره مرسته وکړي. کله به تر نورو همکارانو وختي دفتر ته تلم تر څو د دفتر د لومړنۍ آرامتیا څخه برخمن شم، په کومو ورځو به چې کار کم و، د ناڅاپي زنګونو مسوولیت به مې یو همکار ته سپاره، د دفتر دروازه به مې د څو ساعتونو لپاره په ځان پسې بندوله او کله کله به هم ناوخته له دفتره وتلم. آن تر دې چې د لیکلو لپاره د ورځې په جریان کې هم کېدای شي فرصتونه در په ګوته شي.