دلو 24, 1401 09:16 Asia/Kabul
  • د لیکوالۍ خنډونه

د لیکوالۍ خنډونه کوم دي او څه ډول یې له منځه یوسو؟

خامخا به مو اړتیا پیدا کړې وي چې وغواړئ څه وليکئ، خو کله چې قلم اخلئ یا د خپل کمپیوتر شا ته کېنئ، نو لاره به درڅخه ورکه شي، داسې چې ذهن مو هېڅ کار ونه کړي؛ ګنګس کېږئ او هر څومره چې هڅه کوئ، لاره نشی پیدا کولای. کېدای شي له څو حالتو سره مخ شئ:یا به لیکل پریږدئ، یا به یې بل چا ته سپارئ چې څه درته وليکي او یا هم په کومه ځانګړې انګېزه باندې مو چې کار پیل کړی، د بیا بیا هڅو په پایله کې به څو کرښې ولیکئ، خو ولې لیکنه نشئ کولای؟د دې ستونزې د وتلو حل لاره څه ده؟ دا لیکنه تر پایه ولولئ، چې د «لیکوالۍ» په پنځه لویو خنډونو او حل لارو پوه شئ.لومړی – د معلوماتو کمښتتر هرڅه دمخه، لومړی ډاډه شئ چې د کومې موضوع په تړاو لیکل غواړئ؛ د موضوع په اړه معلومات لرئ او یا منابع مو په لاس کې شته. ځکه ډېر وخت ناکافي معلوماتو او مطالعې له امله څه نشو لیکلای. که کولای شئ هماغه شېبه له ځا نه سره په لوړ غږ او یا بل چا ته د موضوع په تړاو معلومات ورکړئ.آیا د موضوع په وړاندې کولو کې د معلوماتو له کمښت سره مخ کېږئ؟ که ځواب مو «هو» وي، یو ځل بیا خپلو سرچینو ته سر ورښکاره کړئ او معلومات مو پوره کړئ.دویم – د جوړښت (format) نشتونمخکې له دې چې په لیکنه پیل وکړئ، د خپل مطلب جوړښت مو وټاکئ. د لیکنې د جوړښت څخه موخه دا ده چې اول وټاکئ چې غواړئ د کومو موضوعاتو په تړاو لیکنه وکړئ.د دې کار لپاره لومړی موضوعات د تیتر او یا د پوښتنې په ډول ولیکئ. دا کار درڅخه له څو شېبو ډېر وخت نه غواړي، خو چاره مو ډېره آسانه کوي. د یو څو شېبو لپاره تمرکز وکړئ او هر څه مو چې ذهن ته درځي، ویې لیکئ، دې کار ته فکري باران یا ذهني توپان وایي.وروسته کولای شئ، چې موضوعات مو منظم کړئ او د هر یوه په اړه د ضرورت پر اساس څه ولیکئ. ښايي دا به هم آسانه وي چې اول ولیکئ او بیا ورته عنوان ورکړئ. دا پرېکړه ستاسو په لاس کې ده.د خپلو لیکنو د جوړښت لپاره کولای شئ چې د یوې ذهني طرحې یا (mind map) څخه ګټه پورته کړئ. دا کړنلاره ډېره ګټوره، مسلکي او د ذهني ودې لامل دی.کولای شئ د دې کار لپاره له ټکنالوژي هم استفاده وکړئ/ د (I mind map او X mind ) اپلکېشنونو، کارولای شئ. له دې کړنلارې څخه په ګټه اخیستلو سره د خپلې لیکنې لومړنۍ نقشه مخکې له پیله جوړه او بیا وروسته خپله لیکنه غني کولای شئ. اوس نو یو له غوره تخنیکونو څخه د لیکنې د جوړښت جوړولو لپاره د (mind map) یا ذهني نقشې له کړنلارې څخه ګټه پورته کول دي.درېیم – لږ تمرکززه خپله هم پوهېږم چې څه ولیکم، خو کله چې ټایپ پیلوم، په سختۍ سره توانېږم چې جملې سره وپېم، کلمې په سم ډول سره نه ځای پرځای کېږي او آن کله مې له ذهنه بهر شي. دا ټول په ټولیزه توګه او یا په کمه اندازه د تمرکز نه درلودل نه دي.ګواګې تاسو هم له ورته شرایطو سره د لیکلو په جریان کې مخ شوي یاست. تر ټولو دمخه اول وڅارئ چې کوم څه یا شیان مو ذهني تمرکز له منځه وړي.ځینې عوامل پر هغه چاپېریال پورې اړه لري چې پکې اوسېږو. د تلویزیون یا رادیو غږونه، د تلیفون پیغامونه، د شا او خوا خلکو غږونه او په همدې سره ورته نور عوامل…. جوته ده چې په داسې حالاتو کې باید څه وکړو؛ په مکمل ډول یا تر یوه حده د هغو عواملو له منځه وړل چې ستاسو د ذهني تمرکز خنډ ګرځي.آن که کولی شئ، یو بل ځای ته لاړ شئ. ځینې نور عوامل بیا زموږ تر ذهن او تفکراتو پورې اړه لري، د یوه کار د ترسره کولو استرس، د یوه چا پر خبره فکر کول، ورځنۍ پېښې او داسې نور لاملونه…په ورته حالاتو کې د ځان آرامولو پرته بل هېڅ حل لاره نه وي. په آسانۍ سره په انترنت کې د (Relaxation) د نوم په لیکلو لسګونه هغه مقالې پیدا کړئ چې د آرامتیا په برخه کې مرسته درسره کولای شي.د (Relaxation) ځینې کړنلارې دومره ګټورې تمامېدلی شي چې په لسو دقیقو کې به پوره آرامتیا درکړی. که امکان وي د ځینو کتابتونونو ګډونوال شئ. د کتابتونو د مطالعې خونې ډېرې آرامې وي، کېدای شي چې د لیکلو زمینه درته برابره کړي.نور بیا…لیکنه: میلاد باور