پښتو او اورمړي ژبې فونولوژیکي پرتلنه
زړه پښتو چې له اوستا او سانسکریټ سره هممهاله ژبه وه. منځنۍ پښتو له ساکي، خوارزمي، باختري او سغدي ژبو سره یې په ګډه د ختیځ اریاني ژبو ګروپ جوړ کړی دی او معاصره پښتو چې له اریاني، هندي او نورو هندواروپایي ژبو ترمنځ د ارتباط کړۍ ده.
لیکنه: وږمه حلیم
پښتو ژبه:
زړه پښتو چې له اوستا او سانسکریټ سره هممهاله ژبه وه. منځنۍ پښتو له ساکي، خوارزمي، باختري او سغدي ژبو سره یې په ګډه د ختیځ اریاني ژبو ګروپ جوړ کړی دی او معاصره پښتو چې له اریاني، هندي او نورو هندواروپایي ژبو ترمنځ د ارتباط کړۍ ده.
پښتو نن د نړۍ د نېږدې هغو پنځوسو معتبرو ژبو په کتار کې ولاړه ده چې بډای ادبیات لري او د بشري زیاتو وګړو د لیک او لوست ژبه ده. د اریاني ژبو ختیځه ډلګۍ یا باختري ګروپ کې یوازې پښتو، ادبي او د لیک او لوست ژبه ده.
پښتو ژبه چې د افغانستان ملي او رسمي ژبه ده، زموږ د هېواد له ۶۲ سلنه څخه زیات وګړي پرې خبرې کوي او په پښتونخوا کې اوو میلیونو څخه زیات پښتانه پرې ګړېږي.
سربېره پر دغو دوو سیمو یو زیات شمېر پښتانه په پاکستان، هند، کشمیر، یو لږ شمېر د چین په سینګیانګ او له پنځوسو زرو زیات د ایران په خاوره کې ژوند کوي.
اورمړي ژبه:
اورمړي ژبه د اریاني لرغونو ژبو له ډلې څخه ده او په اریاني ژبو کې یې دریځ تراوسه په سمه توګه تثبیت شوی نه دی. ګریرسن اویفیموف اورمړي د لوېديځې ډلې په ژبو کې د پارتي (پهلوي اشکاني) ژبې پاتې شونې بللې او د ژبې د تحول له پلوه یې هغه د دري ژبې څنګ ته درولې. جورج مارګینستیرن او نور، اورمړي او پراچي د اریاني ژبو د سویل ختیځې څانګې ژبه بولي.
د اورمړي یا برکي په اړه د تر ټولو پخوانیو معلومات یا د دې کلمې او قوم ذکر د بابر په یادښتونو کې راغلی دی.
لیدن د “اسیایي څېړنو” د ۱۸۱۲ز. کال په ۱۱مه کڼه کې لومړنی کس و چې د کاڼیګرام او برکي اورمړیان یې اروپایانو ته وروپېژندل.
الفنستون هم په خپل اثر د کابل سلطنت بیان کې په لوګر او بتحاک سیمې په یوې برخې کې د اورمړیانو د شتون یادونه کړې او ویلي یې دي چې هغوی له غلجیانو سره ګډ ژوند لري، خو داسې ځانګړنې لري چې تاجکو کې نه لیدل کېږي.
د اورمړي ژبې په هکله لیکل شوي کتابونو کې لومړی کتاب د غلام محمد اورمړ “قواعدی برګستا” ۱۸۸۶ز. کې لیکل شوی او لاسي لیکلې نسخه یې د پېښور په اسلامیه کالج کې ده.
بل کتاب د څېړونکي او ژبپوه جورج ابراهیم ګریرسن اثر “اورمړي ژبه یا برګستا” دی چې په ۱۹۱۸ ز. کې د هندوستان په کلکته کې چاپ شوی دی.
د اورمړي قوم په هکله هم دریځونه توپیر لري، اورمړیان ادعا لري چې د عربو له څانګې څخه دي، دوی وایي چې هغوی اصلا د دوو ورونو اولاده ده چې مشهور په میر برک او میر برکت وو چې له یمن څخه ترکستان ته راغلي وو او میربرک په اندخوی او میربرکت په مزارشریف کې خښ شوي او دوی په اصل کې عربي سید وو. ځینې پر دې باور دي چې په اصل کې هغوی کردانو ته نېږدې کېږي. دوست شینواري د اورمړ د کلمې په اړه چې کومو بهرنیانو پوهانو په اریانا دایرة المعارف کې نظر ورکړی دی، نقل کوي او لیکي چې اورمړ د پښتنو د یوې لویې قبیلې نوم دی چې د کسي د غره په لمنه کې یې ژوند کاوه. د دې قبیلې اصلي استوګنځی د کسي د غره شاوخوا سیمې وې چې د مهال په تېرېدو سره یې هغه ځای پرېښی او د لوګر او د وزیرستان د کاڼيګرام په سیمو کې خپاره شوي.
د اورمړ ويي په هکله هم روایتونه توپیر لري، وایي چې اورمړ یعنې اور مړکوونکي، داسې چې دوی زردشتیان و او د ځانګړي مراسمو په پای کې يې هغه اور چې عبادت یې کاوه، مذهبي مشر یې مړ کاوه. بل دوست شینواري وایي چې لوګر اورمړ ویل چې زموږ نیکه میربرک په پښتنو قبایلو کې محترم شخصیت و، چېرته به چې د قومونو یا ولسونو ترمنځه د جګړې اوربل شو، زموږ د نیکه د منځګړیتوب په صورت کې به هغه مړ کېده، ځکه به نو پښتنو زموږ نیکه ته (اورمړ) وایه او اولاد یې هم په دغه نامه یادېږي.
مخکې مو وویل چې اورمړ قوم د لوګر په برکي برک او وزیرستان په کاڼیګرام کې مېشت دي، پرته له دې ځایونو نورو سیمو کې لکه: کابل، کندز، بامیان، غوربند او داسې نورې سیمې، خو لوګر او وزیرستان کې یې نفوس ډېر دی او دا دوې سیمې هم جلا قومونو سره اړیکې لري، نو ځکه دا دوې بېلې لهجې د اورمړي ژبې جوړوي، چې لوګر لهجه کې د فارسي او پښتو اغېز او وزیرستان لهجه کې یوازې د پښتو اغېز لیدل کېږي.
غږپوهنه یا فونولوژي:
دا د تشریحي ژبپوهنې هغه برخه چې په هغې کې د یوې ژبې د غږونو جوړښت، ډولونه، د ادا ډولونه، ترکیبونو او بدلونونه څېړل کېږي.
مخکې له دې چې د پښتو او اورمړي په فونولوژیکي توپېر خبرې وکړم، لومړی د دواړو ژبو فونیمونو لپاره کوم او څومره ګرافیم ټاکل شوي خبرې کوم:
پښتو ژبه ۴۴ ګرافیمه لري:
ا ب پ ت ټ ث ج ح خ څ ځ چ د ډ ذ ر ړ ز ږ ژ س ش ښ ص ض ع غ ط ظ ف ق ک ګ ل م ن ڼ و ه ی ي ې ۍ ئ
اورمړي ژبه هم ۴۴ ګرافیمه لري، د لږ څه توپیر سره:
آ ا ب پ ت ټ ث ج ح خ څ ځ چ د ډ ذ ر ړ ز ژ س ښر ش ښ ص ض ع غ ط ظ ف ق ک ګ ل م ن ڼ و ه ء ی ي ې
(آ) همغه د پښتو الف ā غږ دی.
(ء) غږ لپاره ما کوم ساری و نه موند، نو کېدای شي دا به عربي ژبې څخه راغلو وییو کې کاروي.
(ۍ او ئ) توري اورمړي ژبه کې نهشته دي.
ځینې کتابونو کې د اورمړي ژبې (ږ) او (ښر) یو غږ ښودل شوی دی، خو ځینو (ښر) غږ بېل غږ ښودلی چې د پښتو دوو (ږ) او (ښ) فونیم ترمنځ غږ دی او اورمړي ژبه (ږ) غږ نه لري.
شېخ سراج الدین بایزید خان(پیر روښان) چې په خټه اورمړ پښتون و، هغه چې کوم توري د پښتو ژبې لپاره جوړ کړي و، هغه کې يې (ګ) توری دوه ځله لیکلی، ځینې څېرونکي وايي چې دا (ګ) تکرار نه، بلکې همدغې (ښر) غږ چې پښتو کې نهشته، هغه دی.
پښتو او اورمړي ژبې فونولوژیکي پرتلنه:
۱- خپلواک اوازونه یا واولونه یا واکه یا کومکی غږونه(Vowels) :
دا هغه اوازونه دي چې د هغو ادا کولو په وخت کې د هوا په هغه جریان کې چې له خولې یا پزې څخه راوځي د صوتي غړو ترمنځ داسې تماس نه پېښېږي چې د هوا په جریان کې کوم ډول انسداد یا بندښت منځ ته راشي خو د ژبې او شونډو د مختلفو حرکاتو له امله د خولې د ننه برخه بېلابېل شکلونه پیدا کوي چې په دې توګه واولونه یو ډول په خپل منځ کې توپير مومي.
یا دا هغه اوازونه دی چې دا درې ځانګړنې ولري:
٭ د ادا کولو په وخت کې د ساه جریان بند نه شي.
٭ د هجا مرکز او هسته جوړوي.
٭ غږیز موجدار څپو په بڼه ادا کېږي.
پښتو او اورمړي ژبې اووه خپلواک غږونه لري: u o i e ә ā a
a زور:
په پښتو کې لکه؛ اتل atal، سر sar ، خپره xpara .
په اورمړي ژبه کې لکه؛ افو afo (هغه)، مزدک mazdәk (جومات)، زرکه zarka (ښځه).
ā الف:
په پښتو کې لکه؛ اس ās ، کابل kābәl ، اناanā .
په اورمړي ژبه کې لکه؛ آزمووک āzmawok (ازمویل)، څار cār (څلور) ، مرزا marzā (ورور).
ә زورکی:
ә زورکی پښتو او اورمړي ژبو د کلمو پیل کې نه راځي.
په پښتو کې لکه؛ ځکه ĵәka ، زړه zŗә .
په اورمړي ژبه کې لکه؛ شر šәr (ښه)، زله zlә (زړه).
e ې:
پښتو او اورمړي ژبو د کلمو پیل کې د الف+ې په بڼه راځي.
په پښتو کې لکه؛ اېشېدل išedәl ، ډېوه ďewa ، ادې ade.
په اورمړي ژبه کې لکه؛ اېرزاک erzāk (راتلل)، نېر ner (کور)، کېرې kere (دغه).
i ي:
پښتو او اورمړي ژبو د کلمو پیل کې د الف+ي په بڼه راځي.
په پښتو کې لکه؛ ایسارول isārawәl، شینواری šinwaray، سړي saŗi .
په اورمړي ژبه کې لکه؛ ایندې inde (دلته)، کیچي kiči (غږ)، کالي kāli (چاړه).
o و:
پښتو او اورمړي ژبو د کلمو پیل کې د الف+و په بڼه راځي.
په پښتو کې لکه؛ اوبه oba ، کور kor ، پيشو pišo .
په اورمړي ژبه کې لکه؛ اورمړي ormuŗi ، سپوک spok (سپی) ، افو afo(هغه).
u و:
پښتو او اورمړي ژبو د کلمو پیل کې د الف+و په بڼه راځي.
په پښتو کې لکه؛ اوښuș، موچي muči، چاکو čāku .
په اورمړي ژبه کې لکه؛ اوژنووک užnawok (وژل)، جیسو jistu (شل)، څاښتو cāxtu (څلوېښت).
بیواک یا کانسوننټونه یا چپ غږونه(Consonants):
هغه آوازونه دي چې دا درې ځانګړنې ولري:
٭ د ادا کولو په وخت کې د ساه جریان بند شي.
٭ د هجا مرکز او هسته نه جوړوي.
٭ د خپلواک له مرستې پرته نه ادا کېږي.
پښتو او اورمړي ژبې کانسوننټونه ټول یو ډول دي او ادا کېږی، یوازې (ښر) چې پښتو ژبه نه لري، هغې ادا کولو مخرج او ساري دا دي:
š ښر: یوازې د کاڼیګرام په لهجه کې لیدل کېږي. ناغږن، موښلی او غاښیز(مخنی تالوییز) دی.
šrā (وراره)، yufš (سیل).
سیمي واولونه یا نیمواک یا واول وزمه (Semi Vowels):
په ځینو ژبو کې ځیني اوازونه شته چې کله د کانسوننټ او ځیني وختونه د واول په توګه په کارول کېږي.
یا هغه آوازونه دی چې کله د خپلواک غږ او کله د بیواک غږ ځانګړتیاوې غوره کوی، که مخکې له خپلواک غږ څخه راغی نو بیواک دی او که وروسته د خپلواک راغی نو خپلواک دی.
پښتو او اورمړي ژبې دوه نیمواک اوارونه لري؛ و w او ی y .
غبرګغږونه:
د دو غږونو یا دو فونیمونو د یو ځای کیدو څخه جوړ شوی وي، او په دوه دوله دی:
واکه مرکب/ Diphthong:
که چېرې کوم واول له سیمي واول څخه د مخه په یوه سېلاب کې راشي او پخپله سیمي واول هم د واول په حالت کې راغلی وي او د دوی ترمنځ کانسوننټ نه وي د نوموړو دوو اوازونو ټولګې ته دفتونګ وایي.
پښتو ژبه لس دفتونګه لري چې w يې د ә i e āa واولونو سره او y يې د u o ә ā a واولونو سره جوړوي، خو اورمړي ژبه اته دفتونګه لري، ځکه د زورکي سره دفتونګ نه لري، پاتې دې نورو سره د پښتو ژبې غوندې دیفتانګونه لري. لکه:
w و :
اووک awok (لوستل)، پاو pāw، سپېو spew (سفید)، دیولي diwily (دیوالونه).
y ی :
ووړکی woŗkay (ماشوم)، پرای prāy (خرڅ کړه)، خوی xoy (خپل) ،سپوی spuy (سپږه).
بیواک مرکب/ Cluster :
که دوه یا زیات کانسوننټونه په یوه سېلاب کې متصل سره راشي او د دوی ترمنځ واول نه وي کلسټر یې بولي.
په پښتو کې کلسټر له درېیو بېواکو هم جوړېږي لکه: شخوند šxwand یا ندرور ndror .
په اورمړي کې کلسټر له دوو بېواکو څخه لوی نهشته دي د دوو بېواکو لکه: پران prān (پرون) یا یاسپ yāsp (اس).
د پښتو او اورمړي ژبو کې د هجاوو شمېر:
په پښتو ژبه کې تر ټولو کوچنۍ یوه هجایي او تر ټولو لویه اووه هجايي کلمې دي. لکه: لاس lās(یوه هجا) او ترکمنستانیانو tŭrkŭmanÎstānyāno(اووه هجا).
په اورمړي ژبه کې تر ټولو کوچنۍ یوه هجایي او تر ټولو لویه پنځه هجايي کلمې دي. لکه: پران prān (پرون) او تاجکستانی tājikÎstāni .
د موضوع لندیز:
پښتو ژبه چې د اریاني ژبو په اوسنۍ دوره کې په شمال ختیځه او اورمړي ژبه په جنوب ختیځه څانګه پورې اړه لري، د فونولوژیکي پرتلنې پر بنسټ ویلی شو چې دا دوې ژبې ډېرې سره نېږدې دي او ډېر لږ توپیر سره لري:
یو توپیر یې د (ښر/ Š) غږ دی چې اورمړي ژبه کې شته، پښتو ژبه دا غږ نه لري.
بل توپیر یې دیفتانګو په برخه کې دی چې پښتو د زورکي ә سره هم دیفتانګ جوړوي، خو اورمړي ژبه یې نه جوړوي، ځکه اته دیفتانګه لري.
بل کلسټر برخه کې هم پښتو ژبه تر درېیو کانسوننټونو کلستر جوړوي، خو اورمړي ژبه له دوو کانسوننټو زیات نه راځي.
د هجا په برخه کې هم پښتو ژبه تر اووه هجایي ویي لري، خو اورمړي تر پنځه هجا لویه نه لري.
اخځلیکونه
اورمړ، خلیل الله. ۱۳۹۹. د اورمړي ژبې لیک، لوست او ګرامر. کابل: علوم اکادمي.
چمتو، محمد قسیم. ۱۳۹۵. تشریحي ژبپوهنه. کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه.
چمتو، محمد قسیم.۱۴۰۰. د پښتو ژبې فونولوژیکي او مورفولوژیکي بدلون. کابل: سمون خپرندویه ټولنه.
دوست شینواری،دوست محمد. ۱۳۵۴. د افغانستان ژبې او توکمونه. کابل: پښتو ټولنه.