دلو 22, 1401 11:14 Asia/Kabul
  • نن په جلال اباد کې د کورنیو تولیداتو نندارتون پای ته رسېږي.

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې نن د 'عالیست افغانیست' په نوم د کورنیو تولیداتو د نندارتون درېیمه او وروستۍ ورځ ده.دا نندارتون د جلال اباد په امپراتور هوټل کې د پنجشنبې په ورځ پرانیستل شوی.

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې نن د 'عالیست افغانیست' په نوم د کورنیو تولیداتو د نندارتون درېیمه او وروستۍ ورځ ده.دا نندارتون د جلال اباد په امپراتور هوټل کې د پنجشنبې په ورځ پرانیستل شوی. 

Image Caption

 

په دې نندارتون کې سوداګرو او صنعتکارانو په یوسل او اویا غرفو کې خپل تولیدات او محصولات نندارې ته ایښي دي.وچه او تازه میوه، سبزیجات، حبوبات، ماشین الات، قالینې، تعمیراتي مواد او نور بېلابیل خوراکي او غیرخوراکي مواد په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

تگ