دلو 15, 1401 09:33 Asia/Kabul
  • ویاړم چې مسلمانه یم، د یوې هندۍ اداکارې خبرې چې اسلام یې قبول کړی

د هندي ټلویزیون مخکښې اداکارې ډیپیکا ککر چې په ۲۰۱۸ کال کې یې اسلام قبول کړی وایي، په مسلمانېدو ویاړي.

هندي رسنیو ته په یوه مرکه کې د ډیپیکا ککر له اسلام منلو وروسته د فایزا په نوم پېژندل کېږي، چې دا سمه ده چې ما اسلام قبول کړی خو زه فکر نه کوم چې رسنیو ته څه ویل پکار دي چې ولې یې اسلام قبول کړ؟

هغې زیاته کړې چې دا زما خپله پرېکړه وه، چې ما په خپله کړې وه، چې زه پرې ډېر خوښه يم، نو پوښتنه دا ده چې آيا دا پرېکړه به ستونزمنه وي؟”

اداکارې ویلي چې زما کورنۍ زما په دې پریکړه کې زما ملاتړ وکړ او ما د چا د ځورولو اراده نه درلوده، زما د ژوند یوه ځانګړې برخه شخصي ده چې زه پکې هیڅ ډول لاسوهنه نه شم زغملی.