دلو 15, 1401 09:30 Asia/Kabul
  • پکتیا کې د نصري بابا زیارت تاریخي سیمه باندې ونومول شو

د پکتیا ولایت وزې ځدراڼو ولسوالۍ اړوند د لکې تیږې په سیمه کې د نصري بابا زیارت د تاریخي سیمې په ټوګه ونومول شو.

په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د پکتیا د اطلاعات فرهنګ ریاست مسؤلینو په ګډون د یادې سیمې قومي مخورو او ځوانانو برخه اخیستي وه.

د پکتیا اطلاعاتو فرهنګ رئیس “خالقیار احمدزي” په خپلو خبرو کې وویل، چې دوی به په ټوله معنا هڅه وکړي ترڅو دغې تاریخي سیمې ته د مرکزي ادارې توجه راجلب کړي.

نوموړی زیاتوي، چې سر له نن څخه به یاد زیارت د پکتیا د لرغونو آبدو لېست ته داخله او تر بشپړ پام لاندې به یې ونیسي.

دغه زیارت د پکتیا په یوې لرې غرنۍ ولسوالۍ وزې ځدراڼو کې شتون لري، چې سلګونه کاله مخینه لري، په ورځنۍ توګه ګڼ شمیر خلک ورځي.