دلو 15, 1401 09:28 Asia/Kabul
  • د پښتو نومیالي لیکوال سیال کاکړ له نړۍ وکوچېد

د پښتو ژبې پېژندل شوی لیکوال، څېړونکی، شاعر او پروفیسر ولي محمد خان «سیال کاکړ» تر څو کلنې ناروغۍ وروسته نن د ۸۷ کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

سیال کاکړ ابتدایي تعلیم پخپل کلي او پښین سیمه کې کړی وو او وروسته د نور تعلیم لپاره کوټې، پېښور او د لاهور پنجاب پوهنتون ته تللی وو او هغه په پښتو، فارسي او اردو ادبیاتو کې درې ماسټرۍ لرلې.

سیال کاکړ له شل کلنۍ وروسته لومړی شاعري پیل کړه او وروسته یې د نثر خواته هم توجه وکړه او د پښتو ولسي ادب په برخه کې یې زیات کارونه کړي او د پښتنو په سیمو کې ګرځېدلی.

سیال کاکړ له پښتو ژبې ترڅنګ په اردو، انګرېزي، فارسي، براهوي، بلوچي او پنجابي ژبو هم خبرې کولای شوې او د پښتو په ګډون یې په فارسي ژبه هم کتابونه لیکلي او چاپ شوي دي.

سیال کاکړ تر څلوېښتو زیات کتابونه لیکلي وو، چې زیات یې چاپ شوي او خو ځینې کتابونه یې ناچاپ دي. په دغو کتابونو کې اکثر یې د ولسي ادب د بېلابېلو اصنافو لکه غاړو، متلونو، انګیو (چیغیانو) او نکلونو په اړه دي.

سیال کاکړ په 1935م کال کې د پښین د سرانانو سیمې په «شاګۍ» کلي کې زېږېدلی وو او نن غرمه د جون پر 18مه به پخپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي.