دلو 15, 1401 09:25 Asia/Kabul
  • ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ غرنیو سیمو ته چکر ووهئ او د چکر وسایل وړیا ډول ترلاسه کړئ

د ننګرهار ولایت هسکې مېنې ولسوالۍ د ځوانانو له خوا هغو مېلمنو ته چې د هېواد له نور ولایتونو او د ننګرهار ولایت د لرو پرتو سیمو څخه د هسکې مېنې ولسوالۍ اغز کلي ته په چکر راځي د شینوارو د اصلاحي ټولنې له خوا ورته شین چای او که اړتیا ولري د چکر اړوند نور وسایل ( سترنجې یا نور د اشپزي وسایل ) په وړیا ډول سپارل کېږي.

د دیادې شوې ولسوالۍ ځوانانو د هېواد له ملي تجارانو څخه غوښتي چې دغې غرنۍ سیمې ته تلونکې لار چې سړک یې خام دی پوښ کړي، ترڅو چکر ته تلونکي کسان له خنډ پرته له چکر وهلو خوند واخلي.

د شینوارو اصلاحي ټولنې یو تن غړي ډاکټر زرغورن شینواري د آسواکا خبري اژانس سره خبرو کې وویل چې دغې ښکلې او غرنۍ سیمې ته اړتیا ده چې ۱۵ کیلو متره سړک چې اوس خام دی جوړ شي ترڅو د یوې خوا د خلکو ناروغان د هسکې مینې ولسوالۍ کلینک ته په اسانه راوړل او د بلې خوا دغې ښکلې سیمې ته چکر ته تلونکي کسان د مشکلاتو سره مخ نه شي.