پاپلۍ راواخله | لعل پاچا ازمون
د ترکي وخت و ، دا وخت نو زه دوه یم ټولګي کې وم، یوه سندره به له رادیو نه ډېره خپرېدله، هغه سندره وه: په ما مئینه! سترګې دې سرې دي
خاطرې او تلوسې
(د ناچاپه کتاب له دویم ټوک څخه)
په ما مئینه! سترګې دې سرې دي
د ترکي وخت و ، دا وخت نو زه دویم ټولګي کې وم، یوه سندره به له رادیو نه ډېره خپرېدله، هغه سندره وه:
په ما مئینه!
سترګې دې سرې دي
بېګا دې ډېر ژړلي دینه!!!
دې سندرې سخت خوند راکاوه، خلکو به ویل؛ دا سندره قمرګلې ویلې ده، ما دا سندره اورېده، کله به چې دا سندره په راډیو کې راغله، نو زه به ورته غوږ، غوږ وم، سمدستي به مې له قمرګلې سره دا سندره غبرګوله، دې سندرې سخت خوند راکاوه، عجب کیف یې کاوه، ځان سره به بوږنېدم، ببۍ (مور) به مې راته غوږ نیولی و:
– دا زوی مې څه رقم سندرې وایي!؟
ببۍ هم رانه دا سندره زده کړه، هغې به را ته ویل:
– ته خو یې یو ځلې بیا ووایه!
ما به دا سندره ورته وویلې:
په ما مئینه!
سترګې دې سرې دي
بېګاه دې ډېر ژړلي دینه
– افرین!!! ته یې بیا ووایه!
بیا به مې ورته وویلې:
– ټیکۍ پکې واچوه!
– ببۍ! ټیکۍ چیشي ته وایي؟
– وا دې کې خو ټیکۍ اچول کېږي.
– ټیکۍ باندې نه پوهېږم.
– ټیکۍ هم زده کړه.
– ښه!؟
– ښه!
زه به بیا ورته غوږ ونیسم، بیا نو په تمه وم چې څه وخت به دا سندره په راډیو کې د قمرګلې له خولې نه اورم.
تمه، تمه، تمه … خدای خبر څومره وخت به په کې تېر شوی و، څو ورځې، اونۍ که میاشتې!؟ نه پوهېږم، سندرې سر وخوړ، سندره نه راتله، یا به یې داسې وخت خپروله چې زه به په ښوونځي کې وم او یا به کېدای شي ویده وم، خو سندرې لاسنیوی نه راکاوه.
بس همدا سر به مې ورته تکراراوه چې:
په ما مئینه!
سترګې دې سرې دي
بېګاه دې ډېر ژړلي دینه
دې سندرې مې ببۍ ته هم خوند ورکاوه، ببۍ به مې هم چې کله، کله ځانته شوه نو ماته به یې وویل:
– لعل باچا زویه! ته خو هغه سندره ووایه!
ما به ورته راواخیسته، هغه به ورته غوږ، غوږ وه، بیا به یې له خولې نه زما مچي واخیستې، ویل به یې!
– شابسې زویه، ته خو ډېر ښه ماغزه لرې، څنګه ژر دې زده کړې ده، خو دا ځل چې دې واورېده نو ټیکۍ هم په کې زده کړه.
ټیکۍ راته یو نوم ښکارېده خو نور پرې نه پوهېدم، ببۍ مې هم نشوه تشرېح کولی چې ټیکۍ څه شي ته وایي!؟ بله ورځ د ببۍ ترورزی راغی، کاتب خان نومېده، کاتب خان ډېر مینه ناک سړی و، دا نو هوجره کې ناست دی، زه ورغلم، څه شېبه ورسره کېناستم، ډېر ورباندې ګران وم، نازولم یې، ده کرار سترګې پټې کړې، ما دا سندره ځان سره زمزمه کوله چې:
په ما مئینه!
سترګې دې سرې دي
بېګاه دې ډېر ژړلي دینه
دا نو ورو، ورو ځان سره موسکېږي، په زړه کې ویښ او بیداره و، ما ته یې غوږ نیولی و، ما به همدا تکراروله، کله مې چې سندره بس کړه، نو ده راته وویل:
– ته دا سندره بیا ووایه!
ما ورته وویل:
– زما خو نه ده زده.
– خوریینه! ستا خو ډېر ښه غږ دی کنه، ته یې بیا ووایه!
ما به ویل:
نه مې ده زده، منکر به شوم، خو ده اخر را باندې تکرار کړه :
په ما مئینه!
سترګې دې سرې دي
بېګاه دې ډېر ژړلي دینه
نه پوهېږم په دې سندره کې څه راز و، څه چل و، خو چې هرچا ته به مې دا زمزمه کوله نو، ویل به یې:
– څومره ښه ماغزه دې دي!؟ دا څنګه ښه دې زده کړې ده!؟ څومره ښه یې وایې!؟
اوس چې کله دا سندره اورم، نو ماته هغه زمانه رایادېږي، هغه د ببۍ خبرې رایادېږي، هغه د ببۍ د ترور زوی رایادېږي، د هغوی هغه مینه رایادېږي، ببۍ به مې چپ کړم، راته و به یې ویل:
– زویه ستا خو ډېر ښه غږ دی. شابسې!!!
دا سندره قمرګلې ویلې ده، قمرګله نو ډېره مشهوره وه، زموږ د کور ښځو به د قمرګلې خبرې ډېرې کولې.
اوس هم چې دا سندره اورمه:
په ما مئینه!
سترګې دې سرې دي
بېګاه دې ډېر ژړلي دینه
تللې زمانې ته مې بوځي، تللي وختونه راباندې ګوري، ببۍ رایادوي، کلیوالې او خپلوان رایادوي، هغه زړه هوجره رایادوي، هغه خپله مستي او له کلیوالو سره مجلسونه رایادوي. د دې سندرې تر شاه زما د ژوند یوه زمانه پرته ده.