دلو 12, 1401 09:28 Asia/Kabul
  • حمزه بابا څوک وؤ؟

لیک : سردار ولي

امير حمزه خان شينواری (زوکړه ١٩٠٧ ز کال، مړینه د ۱۹۹۴ ز کال فبروري) يو پښتون شاعر، ليکوال، فلم جوړونکی، او د راډيو وياند وو.

هغه د تصوف د لارې لاروی وو او په دې ډگر کې يې هم کتابونه خپاره شوي دي. په شعر او ادب کې د ځانگړي سبک له کبله د پښتو د غزل پلار بلل کېږي.

امير حمزه شينوارى پر ۱۹۰۷ ز کال د لنډي کوتل د خوږه خېل يا خوزه خېل نومي کلي کې د ملک مير باز خان په کور کې زېږېدلی دی. نوموړی په قبيله شينواری او په شينوارو کې اشرف خېل وو.

لومړنۍ زده کړې يې د لواړگي (د لنډي کوتل پخوانی نوم دی) په ښوونځي کې ترسره کړې، خو ويل کېږي چې د ده په يوه وړوکې خطا يې استاد ده ته دومره سزا ورکړه چې د ده زړه د مدرسې نه تور شو او له همدې لامله يې مدرسه پرېښوده.

دی د اتو کالو وو چې په اسلاميه کالجېټ ښوونځي کې د زده کوونکي په توگه ومنل شو. ښوونځي ته به لکه د نورو ماشومانو په څېر ته راته او ازموينې يې هم په برياليتوب سره سر ته رسولې، خو له درسونو سره يې دومره مينه نه درلوده.

د ښوونځي نه د زړه ماتی يادونه يې په يو شعر کې هم کړې او ويل يې چې د ښوونځي دا ټلۍ راباندې داسې لگي لکه د اسرافيل د شپېلۍ غږ.

هغه وو چې په نهم ټولگي کې يې دا ښوونځی هم پرېښود. که څه هم حمزه بابا خپل سبق په نهم ټولگي کې نيمگړی پرايښی وو، خو د هغه پوهه او مطالعه ډېره وه او ارواښاد داسې کلامونه ليکلي چې هر يو يې ځانگړې فلسفه لري.

د يادولو وړ خبره دا ده چې د بابا په کلام د پېښور پوهنتون پروفېسر قابل جان خپل د دوکتورا تيزس ليکلی دی.

د دود له مخې يې په کم عمرۍ کې واده وکړ او مراد شينواری يې چې د ازاد نظم باني گڼل ګېږي نازولی زوی دی.

ارواښاد حمزه په عملي ژوند کې د پښو ايښودلو سره سم په تورخم پاسپورټي دفتر کې نوکر شو. په دې وخت کې دده پلار د لنډي کوتل او تورخم تر مېنځ د اورگاډو پر ليکو د ټيکو کار کاوه او حمزه به هم کله نا کله د مرستې لپاره ورته. نوموړی بيا وروسته پخپله هم په اورگاډو کې نوکر شو. وايي چې دا نوکري به يې ډېره په ايماندارۍ کوله.

حمزه شيتواري له فن او هنر سره هم بې کچې مينه درلوده او د اورگاډي دغه نوکرۍ د هندوستان په گوټ گوټ وگرځاوه او همداسې تر بمبی پورې ورسېد. بمبی د ډېر پخوا نه د هندوستان د فلمونو مرکز پاتې وو. هغه مهال چې نوموړی بمبي کې وو نو ده ته هم په فلمونو کې د کار موقع په لاس ورغله، چې ده د خدايه غوښته.

څنگه چې پخوا بې غږه فلمونه ول نو حمزه بابا هم پر ١٩٤٠ زېږيز کال په دغو بې غږه فلمونو کې لوبگري وکړه، او په هغه ورځ يې خو لکه د زړه ارمان چې پوره شوی وي.

د سلما اغا نيکه رفيق غزنوي پر ١٩٤١ زېږيز کال د لومړني پښتو فلم ليلا مجنون د کيسې، سندرو او ډيالوگونو د جوړولو وړانديز ورته وکړ او په دې توگه په پښتو ژبه کې د لومړني فلم د جوړولو وياړ هم د هغه په نصيب شو.

حمزه بابا ته د دغه فلم د جوړولو لپاره ٢٥٠ روپۍ د معاوضې په توگه ورکړل شوې. تر دې وروسته د يوسف خان او شېربانو فلم هم جوړ شو او بيا يې د پېغلې او علاقه غېر غوندې د فلمونو کيسې هم وليکلې.چاپ شوي اثار يې۱- د زړه آواز.

۲- يون.

۳- بهير.

۴- پري وونی.

۵- سپرلی په آينه کې.

۶- د خيبر وږمې.

۷- ژوند او يون.

۸- د کابل سفرنامه.

۹- د حجاز په لور.

۱۰- د ليلا مجنون فلم او د فلم کيسه.

۱۱- مږې څپې.

۱۲- د کارل مارکس اصول د عقل په نظر.

۱۳- د حمزه ژوندليک.

۱۴- غزونې.

۱۵- تجليات.

۱۶- د خوشال بابا يو شعر.

۱۷- تذکرة الستارية.

۱۸- انساني رڼا او پوهه.

۱۹- د حمزه ليکونه.

۲۰- غزليات (اردو).

۲۱- انسان او زنده گي.

۲۲- د رحمان بابا د ديوان ژباړه په اردو نظم.

۲۳- د علامه اقبال د جاوېد نامې منظومه ژباړه.

۲۴- د ارمغان حجاز منظومه ژباړه.

۲۵- پټهان اور توهمات.

۲۶- قبايل کې رسم او رواج.

۲۷- ژور فکرونه.

۲۸- ډرامې.

۲۹- د حمزه کليات (پېنځه ټوکه).