دلو 11, 1401 09:52 Asia/Kabul
  • پټهان فلم

لیکنه : اټک یوسفزی

د هندي فلمونو کمپنۍ پالي ووډ د یو بل نوښت له مخې د وتلي هندي پښتون ستوري شارخ خان په مټ یو نوی فلم د پټهان په نوم نړۍ والو ته وړاندې کړ.

دغه فلم چې کابو د نړۍ په اوو هېوادونو کې یعنې هند' سایبریا ' فرانسه ' ترکیه ' اټالیا ' هسپانیا ' دوبۍ او افغانستان کې ډک شوی دی تر دې دمه د نړۍ تر ټولو مشهور او ډېر چلېدونکی فلم دی.په فلم کابو دوه سوه څلوېښت کروړه د هند روپۍ لګېدلي دي پینځه دېرش کروړه یوازې د فلم ستوري شارخ ته د اداکارۍ ورکړل شوي دي.

فلم د نړۍ په سلو هېوادونو کې په اوونیم زره سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شو او په ملیونونو خلکو او د شارخ خان مینه والو ولیده.

په هند کې هم له پینځه زره سکرینونه نه هندیانو ولیده.فلم په هند کې ډېر خلک یو ځل بیا راویښ کړل او د شارخ خان د وطن مینه یې وستایله خو د دغو ستایلو ترڅنګ به هند کې د هندوانو تندرویه او سخت دریزو غبرګونونه یې هم راوپارول او په ځینو ښارونو کې یې د پټنهان سره د حساسیت له مخې چې د دوی په وینا هند ته یې د اسلام مبارک دین راوړی دی لاریونونه وکړل.

د فلم کیسه د هند د ځینو نورو پخوانیو فلمونو کیسو ته ورته کیسه ده او د حالاتو سره سم د هند او پاکستان په تر منځ سیاسي کړکیج یې منځپانګه او پیغام دی.د هندي سینما او فلم کارکوونکي وایي چې دغه فلم د فلمي کاروبار ټول ریکارډونه مات کړل د خپرېدا په لومړۍ ورځ یې په کورني بازار کې پینځه پنځوس کروړه او په دویمه اویا کروړه او په ټولیز ډول یې تردې دمه یولس او دوویشت کروړه روپۍ ګټلي دي.نوموړی فلم چې مرکزي کردار په کې د هند او پاکستان تر منځ دښمني ده د هند یو مرور جاسوس چې رول یې د هندي سینما یو بل وتلی ستوری جان ابراهم چلوي د پاکستاني جاسوسي روبینه محسن سره اړیکې پیدا کوي او دوی دواړه د روسي پټ ویروسونه لاس ته راوړي او غواړي چې هند کې لویه بربادي او ناورین رامنځ ته کړي خو دغه خطرناکه دسیسه پټهان شارخ خان شنډه وي.همدا ډول د فلم یوه ډېره وړه برخه افغانستان ښیي چې د امریکا ځانګړي خواکونو غواړي د ډرون بې پیلوټه الوتکې په ذریعه او په الکتوریکني بڼه د یوې مدرسې امام وولي خو شارخ خان په مدرسه کې د ماشومانو د ژغورني په خاطر خپل ځان بلهاري کوي چې په دغه پېښه کې ټپیږي او د ژور درد له امله په اوږدې کوما کې بې سده کیږي کله چې رغیږي او سترګې غړوي نو ګوري چې د یوې پښتنې مور تر څنګ دی او پښتنه مېرمن ورته وایي چې تا زموږ ژوند وژغورلو او ته زموږ بچي او پښتون یې د همدغه ځایه د شارخ خان نوم په فلم کې پټهان کیږي.شارخ خان چې خپل نوم یې عبدالرحمن دی د میر تاج محمد زوی دی چې بلار او نیکونه ې د پښتونخوا د پېښور دي پلار یې د باچا خان د خدای خدمتګار ګوند غړی و.د شارخ خان کورنۍ پخوا هند ته کډه شوې ده شارخ خان په هند کې زېږېدلی دی او د لکونو نورو هنند مېشتو پښتنو په څېر ترې پښتو هېره شوې ده. خو په اتیایمه لسیزو کې څو ځلې پښتونخوا او پېښور ته راغلی دی د شارخ خان خپلوان لا تر اوسه هم د دوی د کورنۍ سره اړیکي لري او د پېښور ښار په صدر کې مېشت دي.په نوموړي فلم کې د بالي ووډ یو بل پښتون ستوری سلمان خان هم لوبېدلی دی.