پخوانۍ احمدشاهي ودانۍ د نړېدو او د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
دلو 08, 1401 11:25 Asia/Kabul
د کندهار اوسېدونکي وايي چې پخوانۍ احمدشاهي ودانۍ د نړېدو او د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
پخوانۍ احمدشاهي ودانۍ د نړېدو او د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
د کندهار اوسېدونکي او فرهنګیان وایي، په دغه ولایت کې پخوانۍ احمدشاهي ودانۍ د نړېدو او له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي چې ساتلو ته یې باید جدي پام وشي. د کندهار ښار په لومړۍ ناحیه کې د اوسني افغانستان بنسټګر او امپراتور احمد شاه بابا د مهال ودانۍ چې د هغه کور، د اسونو طبیله او نورې په کې شاملې دي او درې سوه کاله تاریخي مخینه لري، دا مهال په بد وضعیت کې دي او ډېرې برخې یې له منځه تللې دي.