دلو 08, 1401 11:02 Asia/Kabul
  • .د پټهان فلم د هند ۵ زره سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شو

د شاه‌ رخ خان "پټان" لانجمن فلم نن د هندوستان په ۵زره سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شو.

د دې جنجالي فلم د نندارې لپاره هند کې هغه سینماګانې هم د نندراچيانو پر مخ پرانيستل شوې چې ۴ کاله د کرونا له امله تړل شوې وې.د پټان فلم لپاره ۱ میلیون او ۲۵۰ زره ټکټونه انلاین اخیستل شوي او تمه ده یوازې نن په ټول هندوستان ۴۵۰ میلیونه هندي روپۍ وګټي.پټان فلم په هندي ټولنې او رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي او ډېرو خلکو ورسره د نه ليدلو پرېکون اعلان کړی دی. د شاه رخ خان، ډیپيکا پډوکون او جان ابراهیم په دې فلم ۲.۵ میلیارده هندي روپۍ لګښت راغلی دی.

د بالیوډ د فلمونو د مشهور ستوري شاه رخ خان  نوی فلم پټهان چې پرې 2 نیم میلیارده هندي کلدارې لګښت راغلی، نن د هند او نړۍ په ۹ زره سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شو.

د رسنیو د خبرونو له مخې د دې فلم لپاره یو میلیون او دوه سوه پنځوس زره ټکټونه په انلاین ډول پلورل شوي او ټاکل شوې د نن ورځې په اوږدو کې ۴۵۰ میلیونه هندي کلدارې عواید یواځې له هندوستان څخه را ټول کړي.

۵۷ کلن شاه رخ خان چې څلور کاله وروسته سینما ته را وګرځیده، پټهان فلم یې په ۵ زره هندي او ۴ زره د نورې نړۍ سینماګانو کې وړاندې شو.

تگ