پر افغاني کلتور د جګړې اغېزې
امان الله جمالزی
په افغانستان کې د وروستیو کلونو ګډوډیو او جګړو د نورو زیانونو تر څنګ افغاني کلتور ته هم سخت زیانونه اړولي. په خلکو کې زغم، یو بل منل، مینه او نرمي ډېر کمرنګ شوي او ورځ تر بلې د ټولنې حالت خرابېږي. پخواني له مینې ډک دودونه ورو ورو له منځه ځي او ځای یې داسې دودونه نیسي چې په هر صورت له زهرو ډک دي. د نوي نسل حالت تر هر چا ډېر له ګواښ سره مخ دی او د ټولنې واکمن پاړکی یې په اړه بېپروا دی.
د هېواد په ډېری سیمو کې د ماشومانو او ځوانانو سولهييزې او له مینې ډکې لوبې دود وې، خو د جګړې له شدت سره پر بدمرغۍ بدلې شوې او د ځوانانو د مینې عاطفه یې په زهرو ولړله. په اخترونو کې به ماشومانو د چارمغزو ګټلو لوبه کوله، خو د جګړې له امله دغه دود له منځه ولاړ او هر څه پر تاوتریخوالي بدل شول. د جګړې پاک بللو او ستایلو د ماشومانو پر عاطفو اغېزه وکړه او د وژلو، چور او ځورولو کار یې په لوبو کې ګډ شو. دا مهال په اخترونو کې د چامغزو ګټلو او یا نورو ساتېریو پر ځای په ټوپکو، تومانچو او چاقوانو لوبې کېږي. په تلویزیونونو کې په خپرېدونکو سېریالونو کې وژل، غلا او لوټماري کېږي او تر ټولو بده لا دا ده چې د کیسې اتلان یې هم غله، لوټمار او سرکښ خلک وي. دغو سېریالونو زموږ د ماشومانو او ځوانانو پر ذهنونو دومره ناوړه اغېزې کړې چې څو څو ځله ان په ښوونځیو کې د ساتېرۍ پر مهال ماشومان وژل شوي او یا سخت زیانمن شوي دي.
د جګړې د کلتور په عامولو کې تر ټولو لویه ونډه د رسنیو ده. له بده مرغه پردیو هېوادونو زموږ پر کلتور د یرغل لپاره په ډېره اسانۍ سره خپل زهرجن سېریالونه زموږ رسنیو ته ورکړي او له هر ډول پام او محدودیت پرته خپرېږي. د پاکستانۍ سینما ډرامې په پراخه کچه د افغاني رسنیو له لارې خپرېږي او په ډېره لېوالتیا کتل کېږي. په دغو ډرامو کې د پښتنو کلتور له وحشته ډک ښودل کېږي، خلکو ته د پښتنو ډېر سپک انځور وړاندې کېږي او په ډېر ماهرانه ډول پښتانه لا هم د غیرت، ناموس او دین په نومونو افراطیت او تنګنظرۍ ته هڅول کېږي. په پاکستانيو ډرامو کې ښځې د جنسي الو په توګه کارېږي او پښتانه یوازې د ټوپک او جنګ سمبول ښودل کېږي. همداسې د نورو هېوادونو ډرامې او سېریالونه هم له تاوتریخجنو پیغامونو ډک دي، چې له بده مرغه زموږ رسنۍ او خلک یې په اړه بېخي بېپروا دي. دغو ډرامو او سېریالونو په ټولنه کې د وحشت او افراطیت کلتور عام کړی او خلکو ته یې هر ډول بېلاري او ناسم کار پر یوه عادي خبره بدل کړی.
په تصویري او نورو ټولنیزو رسنیو کې د جګړې خبرونه، عکسونه او ځینې ناوړه برخې له سانسور پرته خپرېږي. له بهرنیو هېوادونو راغلې ډرامې او سېریالونه په ډېره بېپروايۍ خلکو ته وړاندې کېږي. په داسې حال کې چې زموږ د اطلاعاتو او کلتور وزارت دنده لري تر څو دا هر څه کنټرول کړي او تر کتلو او تایید وروسته خپاره شي. په نورو هېوادونو کې د خپل کلتور ساتلو لپاره دومره ګړندۍ هڅې کېږي چې ان ژباړل کېدونکي کتابونه هم دولت ګوري او د بهرني لیکوال هغه برخې له ژباړې غورځوي چې د دوی له کلتور سره په ټکر کې وي. د بېلګې په توګه، ایران د خپل کلتور د ساتلو لپاره په ژباړو کې خیانت کوي او د لیکوال له اجازې پرته د هغه د لیکنې ځينې برخې غورځوي. په بهرنیو کتابونو کې جنسي بحثونه په ډېره څرګنده ژبه بیانېږي، خو د ژباړې پر مهال له ایراني متنه غورځول کېږي، په دې توګه د ټولنې کلتوري اړخ ساتل کېږي او د ککړتیا مخه نیول کېږي. له بده مرغه زموږ هېواد ته د نورو ژبو کتابونه له کنټرول پرته د ژباړل کېدو په حال کې دي او زموږ کلتور یې له لوی ګواښ سره مخ کړی.
زموږ جنګځپلې ټولنه د سولې کلتور ته اړتیا لري او له هرې لارې باید کار ورته وشي. که څه هم چې دغه کلتور عامول ستونزمن کار دی، خو که د جګړې او تاوتریخوالي د کتلور مخه ونیول شي نو دا هم اسانېږي. په دې برخه کې زموږ د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولیت لري چې د رسنیو خپرونې کنټرول کړي او د افغاني کلتور د لا ډېرې زیانمنۍ مخه ونیسي. که رسنۍ په قصدي توګه دا کار نه کوي نو هیله ده د خپلې ټولنې ارزښتونو او اړتیاوو ته په کتو سره خپرونې تنظیم کړي، خلک د خپل وس تر حده د تاوتریخجن کلتور مخه ونیسي او د ټولنې پر وړاندې دغه ستر مسوولیت ادا کړي.