دلو 05, 1401 08:31 Asia/Kabul
  • یونیسکو د افغان لرغونو اثارو د رغونې ډاډ ورکړی

د طالبانو د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي او هنري چارو معین مولوي عتیق الله عزیزي په افغانستان کې د یونیسکو سازمان له فرهنګي مسوول برایډن او مل پلاوي سره لیدلي.

د طالبانو د سرپرست حکومت  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي او هنري چارو معین مولوي عتیق الله عزیزي په افغانستان کې د یونیسکو سازمان له فرهنګي مسوول برایډن او مل پلاوي سره لیدلي.

 

د طالبانو د اعلاميې له مخې؛ په دغه کتنه کې مولوي عتیق الله عزیزي د هېواد په ځینو ولایتونو کې د هغو تاریخي سیمو او لرغونو آبداتو د بیا رغونې په اړه خپلې اندېښنې له برایډن سره شریکې کړې، چې له ګواښ سره مخ دي.

 

نوموړي وویل، چې اوسمهال په هېواد کې د غور جام منار، د کندهار میرویس نیکه او احمدشاه بابا مزارونه، د هلمند د بست کلا ځینې دېوالونه او دروازې او هم په غزني او بامیانو ولایتونو کې د ځینو تاریخي ودانیو او علمي مرکزونو د ساتنې او بیا رغونې په برخه کې د یونیسکو د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه.

 

سرچینه زیاتوي، چې د لیدنې په پای کې برایډن د دغو کارونو ترسره کول اړین وبلل او د یادو کارونو د ترسره کولو لپاره يې خپل چمتوالی وښود.