دلو 05, 1401 08:25 Asia/Kabul

د مشهور ځوان هنرمن جاويد امیرخیل نوې ريميکس سندره (خوب وينم عالمه) تازه خپره شوه. ياده سندره، چې مسره ېې د امان الله سېلاب له مشهور شعر څخه اخيستل شوې او نور بيتونه یې محمد رضا رضا ليکلي، د پښتنو – افغانانو د ويښتيا پیغامونه پکې ځای شوي او د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله او مشهورو پښتنو مشرانو پر محور را څرخي. د یادې سندرې کمپوز خپله ښاغلي امیرخیل کړی او په موسیقۍ کې د پېښور يو شمېر مشهورو موزيک جوړونکو مرسته ورسره کړې ده.