دلو 05, 1401 08:15 Asia/Kabul
  • کابل کې د استاد پسرلي د نهم تلین ياد غونډه ترسره شوه

په کابل کې افغان ادبي بهير پرون د جمعې په ورځ د دغه بهير د موسس او پښتو غزل ستوري استاد محمد صديق پسرلي د مړينې د نهم تلین ياد غونډه وکړه. په دې غونډه کې د لسګونو نورو ځوانو ليکوالو تر څنګ يو شمېر ښځینه فرهنګیانو هم ګډون کړی و. افغان ادبي بهیر اوس هم په کابل کې فعاله دې او د هرې جمعې په ورځ د ادبي بحثونو او مشاعرې غونډه کوي. په افغانستان کې له وروستي بدلون سره يوه لويه برخه مطرح فرهنګیان له هېواده وتي، چې د فرهنګي فعاليتونو لړۍ ورسره کمرنګه شوې ده.