دلو 03, 1401 12:39 Asia/Kabul
  • د غزني بالاحصار په لنډ ډول درپېژنو

بالاحصار د دوو کلمو ترکیب دی، پورته چې د لوړ ځای په معنی دی او حصار چې دیوال دی.

بالاحصار د دوو کلمو ترکیب دی، پورته چې د لوړ ځای په معنی دی او حصار چې دیوال دی. د پخوا زمانو پاچاهانو د خپل ځان او مال د ساتنې په خاطر په يوه لوړه غونډۍ کې يو ځای جوړ کړ چې زياتره سيمې يې تر واک لاندې وې. دې لويې کلا پراخ دېوالونه، دروازې او قوي کوټې درلودې چې شاوخوا يې برجونه جوړ شوي وو، چې دې په خپله د بالاحصار ارزښت زیاتوه.

 د غزني بالاحصار، چې په غزني کې دی همدارنګه په غزني کې ډېرې تاریخي سیمې او لرغونې زېرمې شته، خو ډېری دغه تاریخي سیمې او زېرمې د بې غورۍ له امله ویجاړې شوې او یا هم د ویجاړېدو په حال کې دي.

د غزني تر ټولو مهمه تاریخي سیمه بالاحصار ده، چې ۳۶ برجونه لري او د غزنوي سلطان محمود د پاچاهۍ ځای و. د تاریخ پوهانو په وینا، د غزنویانو په دوره کې، دا برجونه د غزني د تاریخي کلا د څارنې لپاره کارول شوي.

تگ