دلو 03, 1401 12:32 Asia/Kabul
  • د تنور جوړونې کلتور په کابل  کې له ستونزو سره مخ دی

د کابل شهرارا سیمه کې د تنور جوړولو کوڅې پخوانۍ ګڼه‌ګوڼه نشته او اوس دغه کوڅه کې یوازې د ګوتې په شمېر د تنور جوړولو هټۍ تر سترګو کېږي.

د کابل شهرارا سیمه کې د تنور جوړولو کوڅې پخوانۍ ګڼه‌ګوڼه نشته او اوس دغه کوڅه کې یوازې د ګوتو په شمار د تنور جوړولو هټۍ تر سترګو کېږي. پخوا به د یادې کوڅې دواړو خواوو ته کوچني او لوی تنورونه د پلور لپاره کېښودل شوي وو او له لرې به یې د خلکو پام ځانته اړاوه. د کابل شهرارا سیمه کې د تنور جوړولو کوڅې یو‌شمېر تنور جوړونکي وايي، د پخوا په پرتله یې د تنرونو د پلور کچه ۵۰سلنه کمه شوې ده.

مسیح‌ وطن‌دوست چې شهرارا کوڅه کې د تنور جوړولو هټۍ لري، سلام‌وطندار ته وايي چې پخوا به یې د ورځې له څلور تر پنځو تنرونه پلور، خو اوس ټوله ورځ یو یا دوه تنرونه پلوري.نوموړي وویل: «د خلکو اقتصادي وضعیت خورا خراب شوی. پلور نیم برابر ښکته شوی دی. وختونه وو چې په اوونۍ کې به مو له ۴۰ تر ۵۰ تنورونه لوګر، پنجشېر او غزني ته لېږل، خو له تحولاتو وروسته ډېرې هټۍ تړل شوي. اول زموږ ترونه وو او د تره زامن و، کار په سمه توګه نه و، کار یې پرېښود او ایران ته لاړل.»مسیح‌ چې له خپل پلار څخه د تنور جوړولو کسب زده‌کړی، د تنورونو د پلور په اړه وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، هغه به هم خپل پلارنی کسب پرېږدي او کډوالۍ ته به مخه کړي.په ورته مهال احمدنوید چې هم د کابل شهرارا سیمه کې د تنور جوړولو هټۍ لري وايي، د بازار نشتون له کبله یې له خپلو څلور هټیو، درې یې تړلې دي.

تگ