دلو 03, 1401 11:52 Asia/Kabul
  •  د يوې کندهارۍ مېرمني تاريخ (نورجهان څوک وه؟)

د پښتون افغان ټول تاريخ يا خو ايرانيانو او يا هنديانو (لروبر) په خپلو خپلو تاريخونو پسې تړلئ دی ۔

#مدنيت_او_صحراييت

له همدې تاريخونو څخه يو تاريخ د يوې کندهارۍ مېرمني تاريخ دی ۔ دا کندهارۍ د خپل ښائست له وجهي د ټولي نړۍ د رڼا (نورجهان) باندې مشهوره وه ۔ نور جهان چې اصل نوم يې مهرالنسا و په کال 1577م عيسوي کې د کندهار د يوه مشهوره سياسي شخصيت مرزا غياث الدين بېګ کره زوکړې وه ۔ د مور نوم يې عصمت مېرمن وه ۔ وروسته د نورجهان پلار هندوستان ته ولاړئ او د اکبر پاچا په دربار کې يې ځای وموند ۔ د خپل اقتصادي علم او تجربې پر بنسټ اکبر پاچا هغه د کابل خزانچي وټاکئ ۔ په کال 1594 کې د نور جهان واده د اکبر پاچا د فوځ د يوه مهم کومندان علي قلي سره وسو چې په شېر ابګان مشهوره ؤ ۔ په کال 1607 کې شېر ابګان ووژل سو ۔ ځينې مورخين وايي چې شېر ابګان د هغه وخت د هندوستان پاچا جهانګير وژلی ؤ ولي چې جهانګير پر نور جهان مئين ؤ ۔

د دې پېښي څلور کاله وروسته يعني په کال 1611 کې جهانګير د نور جهان سره واده وکړ ۔ نورجهان په عربي او فارسي کې د نظم و نثر د ليکلو د هنر سره سره د ښايست و ارايښت , د ښه خوندورو او نوي نوي خوړو د جوړولو , موسيقۍ , اتڼ , د نکريزو ډيزاينونه , د کاليو د ډيزاينونو , د بېلابيلو عطرونو او خوشبوي د جوړولو او نور هنري فنونو خاونده وه ۔ سربېره پر دې کله چې نورجهاني د جهانګير سره واده وکړ نو يې په سياست کې هم خپل اثر و رسوخ ښه په ډاګه ښکاره کړ ۔ نورجهانه په کال 1645 عيسوي کې د ډسمبر د مياشتي پر اوولسمه نېټه ومړه او په لاهور ښار کې خاورو ته وسپارل سوه ۔ وئيل کېږي چې د دې د وصيت سره سم د دې د قبر پر کتبه د دې دغه شعر وليکل سو ۔

بر مزار ما غريبان نې چراغ نې ګلان ۔۔۔ نې پر پروانه سوزد نې صدای بلبلان ۔ د نور جهان فنون په خاصه توګه د ښځينو د زيبايښت و ارايښت ته په کتو سره داسې مالومېږي چې دا د کندهار د تمدن څخه ډېره متاثره وه ۔ په هندوستان کې په لومړي ځل د ښځو د مخ سپېده Face Fowder نور جهان متعارف کړئ ؤ او دغه سپېده به د کندهار څخه هندوستان ته غوښتل کېده ۔ د کندهار د زيبايښت و ارايښت په اړه د پښين د قاضي موسی مېرمني مېرمن جونيفر په يوه مرکه کې وئيلي ؤ چې " د 1960 او 1970 په لسيزو کې د کندهار په بازارونو کې چې کوم څه تر لاسه کېدای سوه د کراچي او لاهور په بازارونو کې يې چا فکر لا نه سو کولای ۔ ځکه به نو زه د خپل ډرائيور سره په کال کې څو ځله د چمن د لاري کندهار ته تلم او کله کله به کابل ته هم ولاړم او بېرته به د چمن له لاري پښين ته راغلم" ۔ دا مرکه څو کاله وړاندې د پاکستان ټوډې په نوم يوه ان لاين ورځپاڼه کې خپره سوې وه ۔ لنډه دا چې تمدن توری د مدنيت څخه وتلئ دئ ۔ مدنيت مانا ښاري ژوند چې د سهولتونو او ارايايښتونو څخه ډک منظمه ژوند وي ۔ د ښاريت يا ښاري ژوند متضاد توری صحرايت دی چې بې سهولته او بې ښايست او بې ترتيبه و بې نظمه ژوند ته اشاره ده ۔ کندهار او د افغانستان نور ښارونو دغه مدنيت هندوستان او ايران ته انتقال کړئ دی ۔ خو بدبختانه نن سبا حال دا دی چې لروبر ټول افغانستان په سخت ترين صحرايي لي کې نښتئ دی ۔

( پروفيسر مل ترين )

تگ