دلو 01, 1401 12:04 Asia/Kabul
  • محمد ګل خان مومند وپېژنئ!

محمد گل خان مومند (په انگرېزي: Muhammad Gul Momand) (زوکړه ١٢٦٣ لمريز لېږدي کال-مړینه ۱۳۴۳ ل ل کال) يو افغان سیاستوال او پښتو ژبی ليکوال وو.

محمد گل خان مومند د محمد خورشيد خان زوى، د مومند خان لمسې، د عبدالكريم كړوسې، په خټه وديزى مومند، په وديزو كې حسن خېل و. دې په١٢٦٣ لېږديز لمريز (۱۳۰۳ هجري سپوږميز) كال د کابل د اندرابيو په كوڅه كې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې په ځانگړې ډول وكړې او بيا په ۱۳۲۷ هجري سپوږميز كال د حربي ښوونځي په دوه يم ټولگي كې شامل شو. په پنځه كلو كې يې خپله پوځي زده کړه سرته ورسوله.

د عسکري ښوونې وروسته د اردليانو په غونډ كې د كوميدان په رتبه وټاكل شو. دغه وخت يې هم شاهي ټولگي ته درس وركاوه او هم يې د حربي ښوونځي د سرښوونكي دنده ترسره كوله. ددغه خدمت له مخې د سپه سالار صالح محمد د ياور په توگه وټاكل شو او بيا د شاهي گارډ قومندان شو. يو څه وخت يې په تركيه كې د افغاني سفارت د نظامي اتشه په توگه خپله دنده ترسره كړه. محمد گل خان مومند په ۱۳۰۰ هجري لمريز كال د مجموعه عسكري د مجلې مديريت هم كړی، چې د دفاع وزارت له خوا خپرېده.

دی په ۱۳۰۳ ل كال د پكتيا د عسكري قومندان او اعلى حاكم په توگه وټاكل شو. په ۱۳۰۶ ل كې د مزار شريف د ملكي پلټنې د رييس په توگه او بيا د ننگرهار د عسكري قومندان په توگه وټاكل شو. د سقاوي اړودوړ په وخت كې يې لومړی له سردار محمد هاشم خان سره او بيا يې په پكتيا كې له سردار محمد نادر شاه سره په كلكه ملا وتړله او په زړه پورې خدمتونه يې سرته ورسول.محمد گل خان مومند د هېواد د نجات نه وروسته د سردار محمد هاشم خان په كابينه كې د كورنيو چارو وزير په توگه وټاكل شو، خو ورسره يې لومړی په ننگرهار ولايت كې او بيا پروان ولايت كې د تنظيمه رييس چارې ترسره كړې.

په دغو ولايتونو كې چې يې پوره كراري راوستله، نو په ۱۳۱۱ ل كال د كندهار او فراه د ولايتونو د تنظيم لپاره ولېږل شو. په ۱۳۱۳ ل كې د كتغن، بدخشان، مزار شريف او مېمنې د ولايتونو د تنظيمه رييس په توگه وټاكل شو. په هر ځاى كې يې خپله اسلامي او هېوادنۍ دنده په پوره ايماندارۍ ترسره كوله او د خپلو ښو خدمتونو له مخې د لمر په اعلى لوړ نښان ونازول شو. دی په ۱۱۹ ل كال د دولت د وزير په توگه وټاكل شو او تر دې وروسته يې نور عمر د پښتو ژبې په علمي او ادبي خدمت كې تېر كړ.

مومند بابا تر ۱۳۲۷ ل كال پورې په سمنگان كې اوسېده. بيا په دغه كال د شاه محمود خان د صدارت په وخت كې كابل ته راغى او پاتې عمر يې په كابل، ننگرهار كې په خپله خوښه تېراوه. څو ژمي يې د كونړ په نرنگ كې او نور ژمي يې په خپل اصلي ټاټوبي (گولايي) كې تېر كړل، خو په اوړي كې به تل كابل ته راته او په دې ډول يې د خپل كوچیاني ژوند كړۍ هم ټينگه ساتله. مومند بابا په ۱۳۳۴ ل كال د لويې جرگې د رييس په توگه غوره شو او خپله ملي هېوادنۍ دنده يې په ښه ډول ترسره كړه.

ادبي ژوند او ليکنې

پښتو سيند(پښتو قاموس).

د پښتو د ژبې لياره (پښتو صرف او نحوه).

لنډه كۍ پښتو(د نظرياتو مجموعه).

پښتني روزنه (تعليم او تربيه).

پښتو او پښتونواله ( پښتني فرهنگ).

د پښتو لويه نحوه(معاني او بيان).

د پخلي ډولونه(د پخلي ښوونه).

محمد گل بابا د خپل عمر په دوران كې خورا ډېر علمي او عمراني خدمتونه كړي دي. په کندهار كې د محمديه مدرسي تاسيس، د پښتو د ادبي انجمن جوړول، د طلوع افغان د ورځپانې پښتو كول، د ښوونځيو ودانول، د ځوانو ليكوالو روزنه، د ميرويس نيكه د مزار وداني، د سړكونو او لارو وداني او داسي نور.

د اخلاقو او شخصيت یوه نمونه يې

په دې بايد هر څوك پوه شي چي ارواښاد محمد گل خان مومند بابا د يو لوړ شخصيت، سپېڅلي كركټر، او كلك هوډ څښتن وو. پر مذهبي آرونو ټينگ ولاړ، پر پښتو او پښتونواله بېخي مين وو. د پښتانه له تاريخ او عظمت سره يې ډېره مينه لرله، بې پښتو او بې همته پښتانه يې نه خوښېدل، د ښو خويونو او ښو اخلاقو په جامه ښايسته وو. د ده بانډار او مركه د پښتو او پښتونولي يو لوى ښوونځي وو، تل به يې پښتنو ځوانانو ته د پښتني خويونو سپارښتنه كوله، بې پښتوگي يې بده گڼله، د ده په وجود كې عسكريت، سياسي، پوهه او ادب ټول رايو ځاى سوي وو او په دغو ټولو برخو كي يې عملي ونډه اخيستې وه، له همدې امله په هېواد كې د يو ملي شخصيت په توگه پېژندل شوی دی.

تگ