یوه لنډه کيسه ولولئ!
دغه کیسه د نجونو د ښوونځيو تړلو په اړه لیکل شوې.
لنډه کیسه
له ټولګي شور جګېده، ښوونکی د تختې ترمخ ولاړ وو، سپینې ورقې ته یې په ځیر، ځیر کتل شونډې یې خوځېدې خو غږ یې نه اورېدل کېده. ښوونکي د مخ کتار مېز په کوچنۍ لښته وټکاوه په یوه شېبه کې چوپه چوپتیا شوه ټول غلي شول. ښوونکي ناستو نجونو ته ښه راغلاست وویل، وروسته یې د تل په څېر د تېر درس پوښتنې وکړې، په درېیم کتار کې ناستې ډنګرې نجلۍ ته یې اشاره وکړه. فاطمې! ولاړه شه، کتاب ام درسره واخله لومړی درس ووایه. فاطمې د کتاب پاڼې سره واړولې، سترګې یې وځلېدې لومړی درس آسانه وو ګړندی ځواب یې ورکړ.الف الله(ج)الله ج یو دی موږ د الله ج بنده ګان یو. په ټولګي کې چکچکې شوې، ښوونکی مسک شو. آفرین! څلورمه کلمه راته ویلی شې؟فاطمې یوې او بلې خواته وکتل، د کتاب په پاڼو یې ګوتې ننه ویستې وارخطا غوندې شوه، پورته یې وکتل سترګې یې پټې کړې په ګوتو یې شمېر پیل کړ.څلورمه کلمه، څلورمه کلمه، څلورمه.......ښوونکي ناره کړه. څوک یې ویلی شي؟ د ټولګي ډېری نجونو ګوتې پورته کړې، ښوونکي وروستي کتار ته ګوته ونیوله. هه، ملالۍ! ټولو نجونو شاته وکتل، ملالۍ په خپل ځای کې ودرېده. څلورمه کلمه د (توحید) بسم الله الرحمن الرحیم (لااله الاالله وحده لا شریک له........)
د ښوونکي مخ وغوړېد، ملالۍ ته یې د کښیناستو اشاره وکړه آفرین، خوږې لورکۍ! بیایې له نجونو څو نورې پوښتنې هم وکړې، د نوي درس پوښتنه یې وکړه، نوی درس د افغانستان په اړه و. په لومړي کتار کې ناستې ماشومې ته یې د درس د ویلو وویل، خپله یې په توره تخته د افغانستان نقشه وکښله څنګ ته یې ځینې نور لنډ مالومات هم ولیکل. ښوونکی کابو یو ساعت وغږېد خوله یې د هېواد په صفت نه مړېده خو، داچې وروستی درسي ساعت وو دی او زده کوونکې ستړي وو نو د درس په پای کې یې په څوکۍ کې ایښې ورقې ته لاس وروغځاوه، مخامخ نجونو ته ودرېد لاس یې لړزیده، څېره یې نیولې وه، د تختې ترمخ یوې او بلې خواته ولاړ خبرې یې نه شوای کولی. د زړه په زور یې شونډې وخوځېدې: زما خوږو لوڼو!دوه کاله مو دلته یوځای سره تېر کړل، دازمالپاره ویاړ و. بیایې ورقه وخوځوله.خو! سر له سبا موږ له یوبل سره نه یو ځکه، واکمنو لیک رااستولی چې د نجونو ښوونځي نور وتړئ.
د ښوونځي د تړلو د خبر په اورېدو د نجونو سترګې رډې راوختې، ټولو یوبل ته په حیرانۍ کتل خوهیچاهم څه نه ویل، بنګا ډېره شوه، ښوونکي ورقه په مېز کيښوده، ژړه غونی غوندې شو خو خبره یې بشپړه کړه. موږ او مدیرصیب به بیاهم له دوی سره ووینو که مو څه لاره ولټوله، بیابه احوال درکړو. د ښوونکي سترګې راډکې شوې، د جیب په دسمال یې اوښکې پاکې کړې. دښوونځي په انګړ کې شور و. د رخصتۍ زنګ وهل شوی و، ښوونکي د ټولګي دروازه پرانېسته او له ټولګي یوه، یوه نجلۍ په مړاوو قدمونو وتله. په یوه شېبه کې ټولګی تش شو، ښوونکي هماغه ورقه سترګو ته ونیوله په ځیر، ځیر یې ورته کتل، خو یو دم یې سترګې پورته کړې، مخې ته یې ډنګره، سپېره مېره نجلۍ ولاړه وه، نجلۍ هیڅ هم نه ویل خو ستونی یې ډک،ډک کېده.
ښوونکي یې په پیوند ټیکري لاس ورکېښود. څه وایې بچۍ؟ د نجلۍ چاودې شونډې وخوځېدې. معلم صیب! زما د ورور کالي په ماجوړ دي هغه به اغوندم او مکتب ته به راځم. ښوونکي د نجلۍ په اننګو ګوتې راتېرې کړې. پیژني دې زړګی! ویښتان دې ام اوږده دي. وړه نجلۍ یو قدم رامخکې شوه د ښوونکي لاس یې ورونیو دخواست په ژبه یې وویل: خیر دی معلم صیب! ویښتان به ام وخرېیم. د ښوونکي سترګې راډکې شوې، ماشومه یې په غېږ کې ونیوله ښه ډېر یې وژړل،خو وړې نجلۍ په غولي پرتې سپینې پاڼې ته مړاوې سترګې نیولې وې.
پای
لیکوال:پرور کوچی