جدی 28, 1401 11:23 Asia/Kabul
  • په هرات ښار کې د خواجه عبدالله انصاري مزار

د حضرت ابو ایوب انصاري زوی، د هرات ښار شمال لوري ته د غره په لمن کې ښخ شوی دی. هغه قبر چې د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښاریانو په اذهانو کې ځانګړی ځای لري.

خواجه عبدالله محمد بن انصاري هروي په ۳۹۶ هجري قمري کال کې د «الب ارسلان سلجوقي» په واکمنۍ کې او د «خواجه نظام الملک» د وزارت پر مهال نړۍ ته سترګې پرانېستې او په ۴۸۱ هجري قمري کال کې وفات شو.

Image Caption

"نوموړی د هرات په ګازرګاه یا ګذرګاه کې خاورو ته وسپارل شو. پلار يې "ابو منصور انصاري" د ابو ايوب انصاري له اولادونو څخه دى، چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)د هجرت پر مهال کله مدينې ته داخل شو نو ددوی کور ته ورغی او مور يې هم د بلخ له خلكو څخه وه. د خواجه عبدالله مقبره د افغانستان په خلکو او په ځانګړې توګه د هرات د اوسېدونکو په منځ کې ځانګړی ځای لري او د هرات د خلکو په ژبو کې هغه د «خواجه انصار»، «پیر هرات»، «خواجه عبدالله انصاري» او «خواجه عبدالله انصاري» په نومونو یادېږي.

Image Caption

"هغه د خپلې دورې له مشهورو کیمیا پوهانو څخه و، خو هغه څه چې دی يې ډېر مشهور کړ هغه د حدیث په علومو، د قرآن تفسیر او تصوف په علومو کې دده پوهه وه.

د هغه مشهور اثار چې په نثر کې لیکل شوي دي، «مناجات‌نامه»، «نصایح»، «زادالعارفین»، «کنزالسالکین»، «قلندرنامه»، «محبت‌نامه»، «هفت‌حصار»، «رساله دل و جان»، «رساله واردات» و «الهی‌نامه» دي.

اوس مهال د خواجه عبدالله انصاري اولادونه د هغه د مقبرې ساتونکي دي او دوی د دغه مقبرې د ودانۍ ساتنه په کلونو او په ځانګړې توګه د افغانستان د درې لسیزو جګړو په اوږدو کې کړې وه، خو بیا هم دغه مقبره له طبیعي ستونزو او ناخوالو څخه نه ده ژغورل شوې. څو ځله بیارغول شوی او ترمیم شوی.

تگ