جدی 28, 1401 11:03 Asia/Kabul
  • افغان شاعران او لیکوالان بې وزلۍ د خپلو کتابونو پلور ته اړ کړي

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاذان او کارپوهان وایي، افغانستان د جمهوري نظام له نسکورېدا وروسته په یوه لوی اقتصادي بحران کې را ایسار دی.

دري ژبي شاعر او لیکوال جاوېد فرهاد رسنیّو ته وویل، د بې وزلۍ او مجبورۍ له امله یې دمختلفو کتابونو  ۲۰۰۰ ټوکه  چې په تېرو ۲۱ کلونو کې یې  ټول کړي وو، وپلورل.

دغه افغان شاعر او لیکوال وایي، د کتابونو د پلور له لارې یې په ترلاسه کړو پیسو د کور درې میاشتې کرایه ورکړې او که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو ژوند تېرول به ډیر سخت شي، ځکه دی  د ۹ کسیزې کورنۍ لپاره د ډوډۍ برابرونکی دی .دی وايي نه پوهېږم چې تردې وروسته به مې برخلیک  څنګه شي، احتمال لري لاس پلوري وکړم، له نورو کارونو سره خو بلد نه یم، خو ناچاره یم یو څه وکړم.

ښاغلي فرهاد دغه راز  وویل: "ډېر په سختۍ سره  مې خپل کتابونه وپلورل، ځکه چې په افغانستان کې د کتابونو د پېر او پلور بازار ډېر سوکه دی او په ډېر عذر او زارۍ مې وکولای شول خپل کتابونه وپلورم، د خپل کور څو میاشتنۍ کرایه ورکړم او د خوړو او درملو مشکل مې حل کړم. دا زما د ژوند تر ټولو دردناکه تجربه ده."

جاوېد فرهاد دري ژبی شاعر، لیکوال او ژبپوه دی، او د طالبانو تر حکومت وړاندې د خورشید ټلوېزیون د خبر مدیر او ایډېټر و او ورسره یې په یوه خصوصي پوهنتون کې تدریس هم کاوه.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي  استاذان او کارپوهان  وایي، افغانستان د جمهوري نظام له نسکوریدا وروسته په یوه لوی اقتصادي بحران کې را ایسار دی.

تگ