جدی 28, 1401 10:50 Asia/Kabul
  • نوښار کښې د خوشال بابا په اړه سیمینار او مشاعره وشوه

د خیبر پښتونخوا په نوښار کې پرون خوشال کور ټولنې د خوشال بابا په اړه د لسګونو مشهورو پښتنو فرهنګیانو په ګډون سیمینار او مشاعره وکړه.

 د خیبر پښتونخوا په نوښار کې پرون خوشال کور ټولنې د خوشال بابا په اړه د لسګونو مشهورو پښتنو فرهنګیانو په ګډون سیمینار او مشاعره وکړه.

دغه سيمينار او مشاعره د اعجاز خان په ځای کی وشوه، چې د پښتونخوا يو شمېر مشهورو فرهنګي څېرو پکې ګډون او ویناوې وکړې.

پروفيسور اباسین یوسفزی، رحمت شاه سائل، کلثوم زيب او یو شمېر نورو فرهنګي څېرو په دغه سيمينار کې ویناوې او اسفندیار خان د موسیقۍ پروګرام وکړ.

د غونډې په پای کې د کتابونو نندارتون هم و، چې ګډونوالو په کې له تازه پښتو آثارو ليدنه وکړه او د خوښې وړ اثار يې وپېرل.

 

تگ