ملنګ جان، په هېواد مین شاعر
استاد ملنګ جان په ۱۲۹۳ لیږدیز کال چې د۱۹۱۴ زیږدیز/میلادي کال سره سمون خوري د ننګرهار ولایت بهسود ولسوالۍ د چمیارپه کلي کې زیږیدلی و. پلار یې عبدالشکور نومیده . دده اصلي نوم محمد امین و، خو کورنۍ به یې دنازه ورته امین جان وایه
درې کلن ماشوم و چې دخپل پلار له مینې نه بې برخې شو. تردې پېښې وروسته له خپلو وړو ورونو او زړې مور سره یوځای دغربت او بیوزلۍ نادودو ته یوازې پاتې شو. وروسته یې کورنۍ دمزدورۍ او کار روزګار په لټه کې دخپل کلي چمیار نه د بهسودو بل کلي ته لاړل چې چار مسره نومېد او هلته یې دکبانو په نیولواو نورې غریبۍ مزدورۍ په کولو سره خپلې کورنۍ ته نفقه او روزي پیدا کوله. ورپسې دبهسودو نه کامې ته ولېږدېد او هلته دخپلو ورونو او مور سره یوځای داربنګ په کلي کې میشت شو.همدلته و چې په پنځلس کلنۍ کې یې دخپلو شعرونو په ویلو پیل وکړ او ملنګ جان شو. تر یو نیم کلونو وروسته بیرته خپل کلي چمیار ته ستون شو او هلته په جلال اباد کې یې دپولیسو په امنیه قومانداني کې نوکري ورته پیداشوه. بیا تر هغه وروسته دکونړ په ولایت کې سرتیری شو.
دسرتیرۍ تر دندې وروسته خپل کلي چمیار ته ستون شواوپه خپل کورکلي کې د کرکیلې په چارو بوخت و. په دغه وخت کې په ننګرهار کې داتحاد مشرقي ورځپاڼه خپرېدله او دملنګ جان یوشعر په کې دلومړي ځل لپاره چاپ شوچې یو بیت یې دا:
باغ دی د طوطیانو نه پریږدي زاغان
دی پښتون مالیار پکې وژني پرې خپل ځان
داهم باید زیاته کړم چې دملنګ جان زیاتره اشعار دلومړي ځل لپاره دننګرهار د ( اتحاد مشرقي ) په ورځپاڼه کې هغه وخت خپاره شول چې ارواښاد علامه قیام الدین خادم بابا یې مدیر وو او بیا له هغې وروسته چې ارواښاد مولانا عزیزالرحمن سیفي یې مدیر شو بیا په وروسته کې چې استاد عبدالله بختانی صیب یې مدیرو.
ملنګ جان په کال ۱۳۲۴ لېږدیزکال کې چې د۱۹۴۵ زیږدیز کال سره سمون خوري، د شهید داودخان په سپارښتنه کابل ته ور وغوښتل شواو په ۱۳۲۹ لیږدیز کا ل چې د۱۹۴۹ زیږدیز کال سره سمون خوري دوخت دصدراعظم ( لومړي وزیر) سردار شاه محمود خان له خوا ورته د کال شپږسوه افغانۍ مستمري تنخواه وټاکل شوه او ورته ښوونکی ونیول شو چې لیک لوست زده کړي او ملنګ جان په لنډه موده کې لیک لوست زده کړاو خپل شعرونه به یې په خپله لیکل
ملنګ جان په ۱۳۳۲ لېږدیز کال چې د۱۹۵۳ زیږدیز کال سره سمون خوري په راډیو افغانستان کې دپښتو موسیقۍ دپروګرامونو دتنظیم کوونکي( منتظم) په توګه وټاکل شو ، خو له بده مرغه یې په ۱۳۳۳ لېږدیز کال چې د ۱۹۵۴زېږدیز کال سره سمون خوري دخپلې دندې ګوښه کړل شو، یوکال وروسته په ۱۳۳۵ زېږدیز کال کې چې د۱۹۵۶ زېږدیز کال سره سمون خوري بېرته خپله پخوانۍ دنده ترلاسه کړه .
ملنګ جان په دغه لنډه موده کې پښتو موسیقۍ ته ډېرڅه وکړل : ده ډیرشاګردان وروزل چې په شاګردانو کې یې د استاد ایوب ، استاد اولمیر ، سپین بادام . ارواښاد استاد ګل محمد ( ګلکي ) ، استاد سیدعلم ، ارواښاد طلا محمد ،عبدالرحمن اور، محمد اسلم ، ګلالی، ګل نام ، دخوش ګنبد فیض ګل، دفتح آباد مشکی، مدد، دکامې عبدالحبیب، عبدالخالق، محمد ابراهیم ، رنګین، محمد جان ، محمد دین زاخیل ، فقیر محمد ،امین الله ،عبدالحمید مشهور په مسجدي ، دلغمان میرزاګل ، امین جان، رحیم ،جوهر او ګل نبي نومونه یادولای شو. دغو ټولو دملنګ جان شعرونه زمزمه کړي هم دي .
ملنګ جان د۱۳۳۶ زېږدیز کال دلړم دمیاشتې په لسمه نېټه چې د ۱۹۵۷ زیږدیز کال داکتوبر دمیاشتې دیو دیرشمې نیتې سره سمون خوري دخپل درې نیم کلن زوی دواجان سره یوځای دکابل نه دجلال اباد خواته په موټر ( ګاډي ) کې روان و . په هغه وخت کې دلته بند لاره وه او دماهیپر سړک لا نه و جوړشوی، ددوی موټر دخواجه سیب بابا زیارت ته مخامخ په کږلیچونو کې دسړک نه واوښت او په د اسې حال کې چې خپل زوی دواجان یې په خپلې غیږکې کلک نیولی و په دغه غمجنه پېښه کې پلار او زوی دواړه مړه شول.
وروسته دده او دده دزوی دواجان جنازې دده کلي چمیار ته ولیږدول شوې او د نوموړي کلي په هدیره کې خاوروته وسپارلې شوې .
ښايي دا به دتقدیر کرښه وي او دملنګ جان هغه دعا به خدای قبوله کړي وي او پرښتو به پرې آمین ویلي وي چې ملنګ جان دخپل ځان او دواجان په اړوند په خپل یوه شعر کې دمخه ویلی و او خپل دغه شعر یې خپل پښتون قام ته ډالۍ کړي و.
ستاسو ځانونو ځینې ځان مې ځارشه
ستاسو بچو نه دواجان مې ځارشه
واورئ له ما ملنګ جان ګرانو ورونو
زما محکومو مظلومانو ورونو
د ملنګ جان استاد دجنازې په مراسمو کې دجلال اباد ، سره رود ، بهسودو او دننګرهار دنورو ولسوالیو ډیر شمیر خلکو ګډون وکړ. پر دغو خلکو سربېره دننګرهار لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو ، دښونځیو زده کوونکو او استادانوهم دده دجنازې په مراسمو کې برخه واخېستله. دده تر مړینې وروسته دافغانستان دحکومت په نامه دافغانستانه دننه او دافغانستانه بهر دخواخوږۍ او تسلیت پیغامونه راورسېدل ، ډېرو شاعرانو دده په مرګ اوښکې تویې کړې او ددده مړینه یې ټولو افغانانو اوپه تیره بیا پښتنو ته یوه ستره ضایعه وبلله. دده دخواشینوونکي مړینې په اړوند ډېرو شاعرانو ویرنې لیکلي دي چې په دغو شاعرانو کې د ملک الشعراء استاد عبد الحق بیتاب ، استاد عبدالله خدمتګار بختانی او ښاغلي ارواښاد برکت الله کمین ویرنې ډیرې مشهورې دي .