د پخوانیو پښتنو ښځو د کالیو یوه نمونه
جدی 26, 1401 11:41 Asia/Kabul
په مخکنیو وختونو کې پښتنو او په ځانګړي ډول کوچیانوښځو دغه ډول اوږده کالي اغوستل.
پښتانه د تاریخ په اوږدو کې د هغو کاليو په اغوستلو کلک پاتې شوي دي چې ټول ځان پوښي. د دغه کالیو په منځ کې به :
لوی ټکری چې سینګار شوی به هم و.
لوی او اوږد کمیس چې ټول ځان به يې پوښلو او ګرده لمن به يې لرله.
پراخه پرتوګ چې پټۍ به يې لرله او پرېمانه ګونځې به یې هم لرلې.
د کالیو د دغو برخو ترڅنګ به د سینګار له پاره ورسره ځينې نور څيزونه هم اغوستل کېدل او کارول کېدل.
اوس هم دغه ډول کالي په لېرې پرتو سیمو کې په ځانګړي ډول د زړو ښځو کالي دي او په مینه یې اغوندي.