جدی 26, 1401 10:18 Asia/Kabul
  • د مجسمو جوړول د شرعیت خلاف کار دی

طالبان د مجسمو جوړول د شرعیت خلاف بولي او په مزارشریف ښار کې يې د اس سورو مجسمې ړنګې کړي.

طالبانو د بلخ ولایت د مزار شریف ښار په یوې څلور لارې کې د اس سورو مجسمې ړنګې کړي دي.

د ټولنیزو شبکو یو شمېر زیاتو کاروونکو د بلخ ولایت د مزار شریف په کامګار څلور لارې کې د اس سورو د مجسمو ړنګول غندلي دي.

د شنبې په ورځ چې کومه ویډيو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه په کې لیدل کېږي چې د وروستي اس مجسمه هم لوېږي. دغې ویډيو د ټولنیزو رسنیو د ډېریو کاروونکو غبرګونونه راپارولي دي. دوی نیوکه کوي او وايي چې باید د افغانستان د خلکو فرهنګي ارزښتونو ته درناوی وشي او د دغو مجسمو ړنګول چې د دوی په خبره سیمې ته یې ښکلا وربخښلې وه د دغه هېواد له خلکو سره څرګنده دښمني بولي.

د مزار شریف یو اوسېدونکي په یو پيغام کې لیکي: "په بلخ کې حاکمې ډلې هغه څلور لارې چې د اسونو مجسمې په کې وې او د خلکو د فرهنګ او ورزش نښه وه ړنګې او ثابته یې کړه چې تاریخي او فرهنګي ارزښتونو ته هېڅ درناوی نه لري او دوی دا هم ثابته کړه چې د اولې دورې په شان دي او بدل شوي نه دي."

د مزار شریف ښار په کامګار څلور لارې کې د څو اسونو او اس سورو مجسمې چې د اوزلوبې د دودیزې لوبې صحنه یې ښودله، کلونه مخکې د جمهوري نظام پر مهال جوړې شوې وې او د شنبې په ورځ ړنګې شوې.

اوزلوبه د افغانانو لرغونې لوبه ده. د طالبانو حکومت دا مجسمې داسې مهال ړنګې کړي چې د طالبانو په لومړی ځل واکمنۍ کې په افغانستان کې د اوزلوبې په لوبه بندیز لګېدلی و.

تگ