جدی 24, 1401 11:51 Asia/Kabul
  • د مهترلام بابا زیارت په کوم ولایت کې دی؟

د لغمان ولایت مرکز او په دغه ولایت کې پروت د مهترلام بابا په نوم زیارت د عامو خلکو ترمنځ خورا مشهور دی.

مهترلام د افغانستان د لغمان ولایت مرکز دی. دا ښار په دې ولایت کې یوازینی ښار دی. مهترلام د کابل ختیځ ته په سل کیلومترۍ کې په یوه دره کې موقعیت لري چې د دوو سیندونو الیشنګ او الینګار په واسطه رامنځته کيږي.

د مهترلام په ښار په منځ کې د مهترلام بابا زیارت دی. دغه زیارت ته ګڼ خلک د دم دعا او چکر په موخه ورځي. ګڼ عام خلک ورته د اعتقاد په سترګه ګوري او خپل مرادونه ځينې غواړي.  د دغه زيارت اصلي گنبد ډېر زوړ دى. د امير حبيب الله خان په وخت کې  رغول شوى و، خو اوس يې شاوخوا ١٥ سلنه برخه ويجاړه شوې ده.

مهترلام زیارت چې د لغمان ولایت مرکزپه مهترلام کې د ښارلویدیځې څنډې ته په څو کیلومترۍ کې پروت په شنو ونو پوښلی دی.دغه زیارت ګردچاپیره دېوال احاطه کړی او په منځ کې یې یوه لویه او بله کوچنۍ ګمبده تر سترګو کیږي.په دغه زیارت کې دننه شنې ونې ښه پرېمانه دي، یوه عمومي لار لري، چې د دغه لارې دواړو خواوو، ته صوفې جوړې شوي، چې د کبابونو او نورو خوړو بویونه ترې راپورته کیږي، لویه لارمسجد ته تللې او کله چې د مسجد ودانۍ ته داخل شې، په مسجد کې دننه بله ګومبده ده چې په داخل کې یې یو ډېر اوږد قبر چې په ګلابي ټوټې پوښل شوی دی موجود دی او ویل کیږي چې همدغه مقبره د مهترلام بابا ده.ویل کیږي مهترلمک چې بیا وروسته په مهترلام اوښتی د نوح علیه سلام پلار و.د مهترلام بابا د زیارت او تاریخ په اړه یوه پخواني ملا کتاب لیکلی و، چې په دغه کتاب کې یې ټول تاریخ خوندي کړی و، چې اوس نشته.

Image Caption

د مهترلام بابا د زیارت ودانۍ چې اوس یوڅه تخریب شوې ده، د امیرحبیب الله خان د واکمنۍ پرمهال په بشپړډول او د حامد کرزي په واکمنۍ یو څه ترمیم شوې ده.مینوالو په پښتو ولسي ادب کې هم د مهترلام بابا یادونه شوې ده، چا په لنډیو کې ویلي:

ځه چې لغمان ته کله لاړشو

د مهترلام بابا به وکړو سلامونه

.په لغمان او شااوخوا سیمو کې که یوڅوک ځان ډېرباتور،بزرګ او ټول کمال وښیي نو نور ورته وایي چې : څه مهترلام بابا خونه یې ...د لغمان ولایت یو بل اوسیدونکی بزګر حمید الله وايي، چې له ډېرو پخوا زمانو څخه د مهترلام صاحب زيارت د خاصو اوعامو د میلو او دعاګانو ځای دی.حمید الله وايي چې په پسرلي کې د مهترلام بابا زیارت ته هرې خوا په زرګونو خلک زيارت ته راځي، خو د پخوا په پرتله یې د ناامنۍ له امله میلې یو څه تت رنګې شوي دي.د وخت ناخوالو دغه زیارت هم په امان کې نه دی پریښی او ځیني برخې ویجاړې شوي، ونې یې وچې شوي او د اوبو له قحطۍ سره مخ شوی دی ، چې مسجد یې په بېلابېلو وختونو کې رغول شوي دي.

(د سحر افغانستان تلویزیون فیسبوک پاڼه)

تگ