جدی 19, 1401 18:37 Asia/Kabul
  • د بامیان بودا په اړه دلته معلومات  ولولئ!

د بامیان په ولایت کې د بودا لرغونی بوت اوس نړېدلی دی او یوازې نوم يې پاتې شوی دی.

د باميان مجسمې، يوه يې ٥٣ ميتره او بله يې ٣٥ ميتره جګوالۍ لري.

 دا بتان څنګه په باميانو کي جوړ شوی؟، باميان د يوه غره په څنګ كې د واقع سيمې لپاره استعمالېږي، چي له دوو اجزاوو څخه جوړي ده، چې يو بام ده او بل يې يان. د بام جز، چې يې د رڼا معنى لري، تاسو په فارسي كې په بامداد او بامدادان كې دا وينئ، چې د سهار په معنى استعمالېږي او يان جز، چې يې دى د ځاى معنى ښندي. باميان يعنې نوراني ځاى.

او دا بتان تقريبا ۱۸۰۰ كاله دمخه دلته جوړ شوي دي او د بودايي دين پيروان به لكه مسلمانان، چې حج ته ځي، دغسې د دغه بتانو د زيارت لپاره راتلل. او کله چي د کوشاني سلسلې ستر امپراتور کنيشکا طاهرد بودايې مذهب لاره خپله کړه او په اوله ميلادي پېړۍ کي په افغانستان کي ګريک بوديک تمدن را شين شو، نو گريکو بوديک تمدن د افغانستان پر لرغونې ټولنه هر اړ خيز تاثيرات وښندل. د نوموړي مدنيت اغېزې په افغانستان کې محدودې پاتې نه شوې بلکي دجاپان ، کوريا ،او چين څخه بيا تر اوسني ايران او سيستان پوري، دسريلانکا او هند څخه بيا تر سيردريا اوتاجکستان پوري ټولي سيمې يې تر خپلې اغېزې لاندې راوستې وې.

د نړۍ له بيلا بيلو سيمو څخه به د مذهبي مراسمو د پر ځای کولو په نيت زيات شمېر راهبان، زايرين او سيلانيان په افغانستان کې د ودانو شويو بودايې زيارتونو او عبادت ځايونو په ځانگړي ډول د باميان لرغوني او د بودايې پېر متبرک ځای ته د ليدو کتو په نيت سفرونه کول. اوس يې یوازې نوم پاتې دی، نور نو طالبانو په 2001 ميلادي کال کي په داسې حال کې چې تلوېزوني کامرې او عکاسۍ بندې وې، بيا هم عکاسي ځيني کېدله و نړول شوې.

تگ