جدی 19, 1401 12:14 Asia/Kabul
  • په هرات کې د مالان پل درپېژنو

د مالان پل په هرات ولایت کې د هرات له پښتون پل سره نږدې پروت پخوانی پل دی.

د مالان پل په افغانستان کې یو له پخوانیو او ښایسته پلونو څخه دی چې د هرات په مالان سیمه کې د هریرود سیند پرغاړه جوړ شوی او لرغونتوب يې له اسلام څخه مخکې او د هرات ښار له جوړیدو سره سم مهال ته رسيږي.

مالان هریرود ته څېرمه یو کوچنی کلی دی. د تاریخي سرچینو له مخې، له اسلام څخه مخکې په دغه ځای کې د اورغالي یو معبد و، چې د هرات خلکو پکې عبادت کاوه. دا پل د هرات او کندهار تر منځ په یوه پخوانۍ لاره جوړ شوی و، چې له هرات څخه سیستان، کندهار او هند ته به ډېر کاروانونه تېرېدل. تر دې وړاندې چې په ۱۳۴۰ کال کې د پښتو (پښتون) پل جوړ شي، یوازینی پل چې هرات-کندهار يې نښلولو هغه د مالان پل و.

د ترانسپورت په برخه کې د مالان پل د اهمیت سربیره، موږ نشو کولی د هرات د خلکو لپاره د عاید په رامنځته کولو کې د دې پل اقتصادي رول له پامه غورځوو. د تاریخ په اوږدو کې دغه پل څو ځله رغول شوی. د بېلګې په توګه په ۵۰۵ هجري قمري کال کې او د سلطان «سنجر سلجوق» د واکمنۍ پر مهال دغه پل په کوچنیو بدلونونو سره ترمیم شو.

 

تگ