جدی 19, 1401 11:24 Asia/Kabul
  • د هرات ښایسته ولایت او ښکلی ښار دلته درپېژنو

هرات ولایت د افغانستان په لویديځ کې پروت هوار او سوداګریز ښار دی.

د هرات ولايت د افغانستان په لوېديځ كې پروت دى، چې د بحر له كچې څخه ۹۳۳متره لوړ پروت دى. د ۲۰۰۶ز كال د سرشمېرنې له مخې د ۳۴۹،۰۰۰ وگړو په درلودو سره د كابل، جلالكوټ، كندهار او مزار شريف ښارونو په څېر له لويو ښارونو څخه وشمېرل شو. د هرات ولايت اصلي اوسېدونكي پښتانه دي، چې زياترو يې خپله ژبه له لاسه وركړې او په پاړسي او هراتۍ گړدود غږېږي. دارنگه تاجكان، پارسيوانان هم پكې اوسېږي.

هریرود د همدغه ولايت له ښار له څنډې څخه تېرېږي.

ددغه ولايت د گرځنده ټېليفون مخكې شمېر (۰۴۰)(۰۰۹۳) دى.

هَرَیوه Haraiva

په اوستا كې: هَرَیووه Haraiova

په یونانی ژبه: آرِیا Areia

به لاتینی ژبه: آریا Aria

د سکندر مقدونی په پېر كې : «سکندر د آریا ښار» Alexandria Aria

په ساسانی پير كې: هَری

د هرات ښار د يوې سترې تاريخي كلا په توگه د مقدوني سكندر له خوا جوړ شو. هرات مخكې له دې چې بحري لارې وميندل شي، د هند او منځنۍ اسيا د لارې پر سر پروت ؤ، نو لدې امله يې ستراتيژيك اهميت درلود. د هخامنشيانو په پير كې د هريرود غاړې د هريوا په نامه يادې شوې دي. د ساسانيانو په پير كې  دا سيمه د هري په نامه ياده شوې، او د ساسانيانو له مهمو پوځي او سيمه اييزه سرحدي سيمه وه، چې له هيطله سره به يې د سنگر په توگه كاروله. دغه سيمه د درېيم خليفه عثمان رضي الله عنه په پېر كې فتحه شوې چې د فتحې كال يې ۳۱هجري قمري او ۶۵۰ز اټكل كېږي. په دغه سيمه كې د نستوريانو يوه ډله عيسويان اوسېدل چې ددې سيمې په فتحې سره هغوي هم ايمان راوړ او مسلمانان شول. د عربو په پير (منځنيو پېړيو) كې هرات د هغه وخت د افغانستان (خراسان) يو له مهمو ولاياتو څخه شمېرل كېده. او د اسلامي تصوف او زهد له مهمو مركزونو څخه ؤ. د نقشبندي او چشتي كړۍ صوفيان د وزارت او صدراعظمۍ تر څوكيو پورې رسېدلي ول. د وخت نامتو صوفي خواجه عبدالله انصاري زيارت هم په همدې ښار كې دى چې د تېموري شاهرخ واكمن په امر جوړ شوې دى. جامي، امام فخر الدين رازي او خواجه محمد ابوالوليد زيارتونه هم په همدې ښار كې موقعيت لري.

د هرات ولايت د اداري وېش له مخې په لاندې ولسواليو وېشل شوې دی.

انجيل ولسوالۍ

پښتون زرغون ولسوالي

ګذره ولسوالۍ

کارخ ولسوالۍ(کرخ)

کشک ولسوالۍ

گلران ولسوالۍ

کوهسان ولسوالۍ(کهسان)

غوريان ولسوالۍ

زنده جان ولسوالۍ(زندجان)

ادرسکن ولسوالۍ

شين ډنډ ولسوالۍ(شینډنډ)

اوبې ولسوالۍ(اوبه)

فارسي ولسوالۍ

چشت شريف ولسوالۍ

هرات ولايت په ځينو ليكنو كې د اولياؤ په خاوره يادېږي. دا لرغونی ولايت يو وخت د پوهې او فرهنگ مركز ؤ. د وخت نامتو پوهان په دغه ولايت كې زوكړي دي او همدلته روزل شوي. په لاندې ډول د ځينو نامتو اولياؤ نومونه يادوو:

د هرات پير (خواجه عبدالله انصاري

مولانا جامي

امام فخر رازی

خواجه محمد ابوالولید

خواجه علی موفق بغدادی

شهزاده عبدالله

سلطان آغا

خواجه غلطان ولی

مولانا حسین واعظ کاشفی

مولانا سفنج

سید عبدالله مختار

سرچینه (ویکیپيډیا)

تگ