راځه چې واچوو ټالونه د مملې باغ په چنارو کې
د مملې بڼ د ننګرهار ښکلي او همېشه بهار ولایت د خوږياڼيو ولسوالۍ د مملې په سیمه کې پروت لرغونی باغ دی.
د مملې تاریخي بڼ چې د مربع په بڼه به ۱۲۲۵۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړ شوی دی، سیمه ییز شهرت لري او د تاریخي، اقتصادي، کرنیزاو تفریحي ارزښت لرونکی هم دی . د دغه باغ د جوړولو په هکله له عامو خلکو سره بېلابېل فولکلوري او نیمګړي تاریخي نظرونه موجود دي. ځینې خلک وایي چې دغه تاریخي باغ ښاپېریو جوړ کړی دی او په دغه باغ کې پخوانیو باغوانانوبه تل دا خبره کوله چې پخوانیوباغوانانو دغه ښاپیرۍ لیدلی هم وې او ځینې پکې د بدرۍ جمالې ښاپیرۍ نوم هم یادوي چی هغې جوړ کړی دی. دوه یم تاریخي نظر دادی چې وایي دغه باغ شاه جهان بادشاه جوړ کړی دی او د هغه یوه لور نمله نومېده، نو ځکه یې په دغه باغ اوشا و خوا سیمه د مملې نوم ایښی دی. د دې له پاره چې ددغه باغ د تاریخي اقتصادي، زراعتي او تفریحي ارزښت په هکله او دغه راز په دې هکله چې په افغانستان کې د اوږدې مودې د جنګ او جګړو په وخت کې چې اوس هم دوام لري، دغه باغ څرنګه جوړ پاتې شوی دی، لازمه مې وبلله چې د دغه باغ په باره کې لاندې څویادونې وکړم.
د مملې د تاریخي باغ په باره کې دخلکو فولکوري نظر به خپل ځای د ارزښت وړوي، خو په علمي او تاریخي بنسټ ولاړ نه دی. د دغه نظر د رامنځته کېدو لامل هم دا دی چې په دغه سیمه کې د تعلیم څښتنان پخوا نه وو، نو ځکه یې د باغ په باره کې پوره معلومات نه درلودل او فولکوري نظر یې رامنځته شوي دي. د مملې د باغ په باره کې دوه یم نظر چې جوړوونکی یې شاه جهان بولي سم دی. په دې برخه کې د فارسي ژبې یوبیت شته چې د خلکو زده دی او هغه داسې چې :
به ساختن باغ شاه جهان مخلوق حیران است انګشت در دهان کرده نیمیش درون نیمیش بیرون
دپورتني شعر نورې برخې له خلکو څخه هېرې شوي دي، خو یوازې دا یو بیت د خلکو په ذهن کې ناست دی او خوله په خوله را نقل شوی دی. د همدغه بیت له مخې خلک وایي چې دغه باغ شاه جهان جوړ کړی دی، خو دا چې وایي شاه جهان د خپلې لور نملې نوم ورباندې ایښی دي، دغه نظر د تأمل وړ ښکاري. شاه جهان په هند کې د خپلې واکمنۍ دوره تېره کړې ده، نو هغه د خپلې واکمنۍ په وخت کې ډېر رغنیز کارونه هم کړي دي . له هغو رغنیزو کارونو څخه یو هم د مملې تاریخي باغ دی.
دغه باغ به (۱۰۵۶)هـ ق کال د شعبان په میاشت کې جوړ شوی دی. ( افغانستان در عصر ګورګانیان هند)اورنګ زېب د شاه جهان زوی چې کوم وخت د ننګرهار د خوږیاڼو په اشپان، د سرخ رود په باغوانیو او د لغمان په چارباغ کې باغونه جوړ کړل(د چهار باغ او سرخ رود د باغوانیو باغونه له منځه تللي او پر ځای یې د کرنې لپاره ځمکې جوړ شوي . په اشپان کې باغ نشته په شاړه ځمکه بدل شوی ، خو نړېدلی دېوالونه یې معلومیږي) له دغو باغونو څخه چې د شاه جهان کشر زوی دارا شکوه خبر شو له پلار څخه يې هیله وکړه چې ده ته هم یو باغ جوړ کړي ، بیا شاه جهان ورته وویل چې تاته به یې د سپین غر، په لمنه کې په ممله کې جوړ کړم ( پاد شاه نامه د عبدالحمید لاهوری لیکنه په اردو ،د کلکتی چاپ ). د شاه جهان له دې خبرې څخه ښکاري چې د مملې د باغ له جوړولو څخه د مخه د مملې نوم او سیمه موجوده وه. دغه راز د فتح خان او کرمي په فولکوري کیسه کې هم څو ځایه د مملې نوم راغلی دی. په دغه باغ کې په منظم ډول سرکونه جوړ شوي، د مربع په بڼه په هغه کې پټي جوړ شوي دي، چې شا وخوا ځایونه کیندل شوي او نوموړې ونې په کې ایښودل شوي دي. په باغ کې شمالاً او جنوباً یو لوی سړک جوړ شوی دی چې څو ګاډي څنګ په څنګ پرې تللی شي او دواړو خواوته یې دصبر او څنار ونې ایښودل شوي دي.
ددغه باغ تاریخي ارزښت په دې کې دی چې تر اوسه پورې په افغانستان کې داسې تاریخي باغ چې په هماغه بڼه او نقشه وي، نشته او له منځه تللي دي، خو د دې باغ سرکونه ،پارکونه او ونې لاتر اوسه په خپل حال پاتې دي. د کومو چنارونو ډډونه چې تخريب شوي هغه د مؤظفو کسانو له خوا د پخو خښتو او سمنټو پواسطه ډک شوي دي . د امیر حبیب الله خان د آمارت په وخت کې د نوموړي په امر په دغه باغ کې دوه عصري پخې ودانۍ جوړې شوې وې. یوه ودانۍ د باغ په منځ او بله په شمالي خواکې جوړه وه. شمالي ودانۍ ته مخامخ یې د۱،۵ مترو په سورا بشارونه جوړ کړل. ابشارونه هم شمالاً او جنوباً جوړ شول. څرنګه چې باغ په مایله سطحه کې پروت دی، نو نوموړي ابشارونه کابو۲متره لوړوالي لري د ابشارونو ویالې هم ۲ متره سور لري. د ابشارونو تر منځ یې یو لوی ډنډ جوړ کړی دی چې نوموړی ډنډ ته تقریباًد څه د پاڅه ۱۰۰۰متره په واټن د ځمکې لاندې په یوه پوخ شوي لښتي کې اوبه راغلي او د ډنډ په منځ کې د فوارې بیخ ته برابرې شوې دي چې نوموړې فواره کابود ۳مترو په اندازه اوبه پورته ولي.
امیر حبیب الله خان چې به کله نوموړي باغ ته د سیل او تفریح لپاره راتلو، د باغ په شمالي ودانۍ کې به ورته ناست و، د ابشارونو په تاخچو کې به یې شمعې بلولې او د پاسه به پرې اوبه راتویېدلي. د باغ شمالي ودانۍ اوس ورانه شوې ده او هغه بله لا په خپل حال پاتې ده. نوموړي باغ ته دامیر امان الله خان په وخت کې د تيلیفون سوچ بورډ راوړل شو چې له نوموړي سو چبورډ څخه کابل، جلال آباد او سروبي ته او دغه راز د حصاک ولسوالۍ، د ماماخیلو علاقه دارۍ، د خوګیاڼو ولسوالۍ او دا ګام علاقه دارۍ ته د تلیفون مزي غځېدلي وو.(نوموړې علاقه دارۍ اوس په ولسوالیو بدلې شوې دي).د دغه باغ په مربع شکله پټیو کې پخوا د انارو باغونه وو، کله چې د ننګرهار کانال او فارمونه جوړېدل، نو د فارمونو د ونو د اړتیا د له منځه وړلو لپاره د انارو په ځای د چنار، صبر، مورفنګ،ناجو، ګلبید، نارنج، مالټې، او نورو راز راز مېوه لرونکو او بې مېوو ونو بوزغلي په کې وکرل او د ننګرهار د فارمونو د اړتیا ټولې وني له همدې باغ څخه وړل شوې دي اوپر دې سربېره نوموړې ونې په آزاده توګه هم خرڅوي، اوس هم پلورل کیږي او عاید یې د ننګرهار زراعت ته ورکول کیږي.
پخوا د باغ د ساتنې لپاره ۱۲۰کسه باغوانان وو، چې د باغ خدمت به یې کاوه،خو اوس د هغو شمیر څوکسو ته راکم شوی دی .د نوموړي باغ لوکاټ ، مڼې، نرګس ګلان او نارنج هر کال په لکونو افغانیو په اجاره ورکول کیږي او عاید یې د ننګرهار زراعت ته ورکول کیږي. په دغه باغ کې د سیل او تفریح لپاره ښکلي او په زړه پوری ګلان او د ناستې ځایونه موجود دي چې هر وخت کورني او بهرني سیلانیان د باغ د لیدو لپاره راځي. له اقتصادي ، زراعتي او تفریحي ارزښت سره سره دغه په دومره تېرو جنګ او جګړو کې څنګه جوړ پاتې شوی دی.
د مملې خلک که څه هم زیاتره د سواد له نعمت څخه بې برخې دي، خو تجارت کارو بار کوي د هېواد په دننه او باندې کې یې زیات ځایونه لیدلي دي، همدا وجه وه چې د باغ په ارزښت پوهېدل چې دغه باغ نه یوازې دمملې بلکې دسیمې ښکلا ده، نو په ګډه یې د باغ د ساتلو لپاره ملاتړلې وه، قومې پرېکړه یې کړې وه چې هیڅوک به د باغ له ونو سره کار نه لري او که چېرې به چا څه سرغړونه کوله هغه ته به یې جزا ورکوله. د سیمې قوماندانانو هم د دغه باغ د ساتلو لپاره پوره کوښښونه کول او دوسلي په زور یې هم د ځینو کسانو مخه نیوله د باغ باغوانانو ته یې اجازه ورکړی وه چې دڅوارلس کلنې جګړې په وخت کی د باغ خدمت وکړي او خپله تنخوا او کوپوني امتیازات د ننګرهار له زراعت څخه واخلي. د مملې خلکو نه یوازې د باغ د ساتلو په هکله بلکې د باغ د سمسورولو په باره کې زیات کار کړی دی. ان چې د ضرورت په وخت کې یې ورته په بیه اوبه اخیستې دي او باغ یې سمسوره ساتلی دی.
په ۱۳۷۳ هـ ش کال کې نوموړی باغ ته د معروف مؤسسه راغله د باغ ودانۍ او ابشارونه یې ترمیم کړل، منظم يې کړل، ښښي یې ورته ولګولې او هرې یوې چاخته کې یې ګروپونه ولګول او د برېښنا مزې ورتېر کړل. د نوموړي باغ له روغ رمټ پاتې کېدو څخه داسې جوتیږي که چېرې خلک وغواړي چې خپل باغونه او نورې ملي شتمنۍ وساتي حتماً ساتل کیږي. نور هېوادوال هم باید د مملې تاریخي باغ ته وګوري او د خپلې سیمې او وطن په آبادۍ کې زیار وباسي خو د سیمې د خلکوله هلوځلو سره سره دغه باغ اوس له پاملرنې وتلی دی. که چیرې ورته پام ونه شي کېدای شي چې دغه تاریخي باغ د اوبو د کمښت او نه سر پرستی له امله منځه لاړشي.
متن له (د مملې باغ په چنارو کې) څخه