جدی 14, 1401 11:44 Asia/Kabul
  • په پښتنو کې د واده یوڅو دودونه وپېژنئ!

په هره ټولنه کې نراو ښځه واده کوي خو د بلې ټولنې یا قوم له دودونو سره يې څه نا څه يا بشپړ توپير موجود وي.

واده د دوو کسانو ترمنځ، چې ورته د ژوند شریکان ویل کېږي، یوه کلتوري او تر ډېره په رسمیت پېژندلې شوې قانوني اړیکه ده.

دغه اړیکه د دوی ترمنځ، د دوی او د دوی د ماشومانو او قانوني خپلوانو ترمنځ یو شمېر حقونه رامنځ ته کوي. واده د یوه نړیوال کلتور په توګه په پام کې نیول کېږي، خو اړوندو تعریفونو یې د کلتور او دین له مخې د وخت په اوږدو کې توپیر لرلی. په معمول ډول دا هغه جوړښت دی چې شخصي اړیکې په ځانګړې توګه جنسي اړیکې یې له مخې درک او تاييد کېږي. په یو شمېر کلتورونو کې، واده له هر ډول جنسي چارو وړاندې توصیه کېږي.

په دې مسله پسې به سر نه خوږوو چې نر کله کله په ځينو ټولنو کې له نر سره او ښځه له ښځې سره واده کوي خو په پښتنو کې د واده د ځینو رواجونو په اړه درته دلته لنډ معلومات لیکو:

۱. ځینې پښتانه په خپله خوښه واده کوي او ځينې ځوانان خو لا له سره خبر نه وي چې نجلۍ يې ورته چېرته کړې

۲. کله چې ورته نجلۍ وکړل شي نو بیا ځينې زومان کولی شي او ځيني نه شي کولی چې د خسر کورته ډاډه ولاړ شي.

۳. که د خسر کور ته ځي نو ځينې يوازې او ځينې به د کور له نورو غړو سره ځي.

۴. زوم او یا د زوم کورنۍ به د هر ځانګړي وخت يا مراسمو له پاره د نجلۍ کورته برخه(خواړه، مېوه، او نور) وړي.

۵. تر واده د مخه ځينې نجونې شرمیږي خو ځينې يې زړورې وي، حتی خپلو مېړونو ته د لاس دسمال ګنډي.

۶. کله چې واده نږدې شي نو د واده نېټه د دواړو کورنيو مشران ټاکي.

۷. د هلک کورنۍ د نجلۍ کورنۍ ته د مېلمنو خوړه له ځانه سره وړي خو ځينې يې خوړه نه غواړي.

۸. د واده په ورځ د کلي اشپز خپله ځانګړې برخه غواړي.

۹. اشپز او شاګردان يې د هلک د کورنۍ په غړو شربت څښي او په وړاندې يې خلک پیسې ورکوي.

۱۰. د واده په ورځ ځيني زومان له ناویانو سره دروي او ځينې ورسره نه ودروي.

د یادونې وړه ده چې دلته یوازې يو څو دودونه په لنډه توګه ولیکل شول، هغه دودونه چې ځوروونکي دي، خدای مو له هغې مه خبروه!!!

 

 

تگ