جدی 12, 1401 12:26 Asia/Kabul
  • د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار په اړه معلومات

جلال آباد یا جلالکوټ د کونړ او کابل سیند په نښلوونکي ځای کې پروت دی. جلالکوټ د ننگرهار ولایت مرکز دی. دا ښار د یوې۹۰ کیلومترې لويې لارې په وسیله له کابل ښار سره نښلي. او په همدې واټن سره په ختیځه برخه کې د گاونډي هېواد له پېښورښار سره نښلي.

جلال آباد یا جلالکوټ د کونړ او کابل سیند په نښلوونکي ځای کې پروت دی. جلالکوټ د ننگرهار ولایت مرکز دی. دا ښار د یوې۹۰ کیلومترې لويې لارې په وسیله له کابل ښار سره نښلي. او په همدې واټن سره په ختیځه برخه کې د گاونډي هېواد له پېښورښار سره نښلي.

دا رنگه جلالکوټ د ختیځو سیمو ستر سوداگریز او ټولنیز منځۍ هم دی.

جلال اباد د ننگرهار ولایت مرکز “ لومړی درجه ولایت دی ” دافغانستان په ختیځ کې د پاکستان پر پوله پروت دی. دغه ښار دافغانستان یو له پنځو لویو ښارونو څخه شمیرل کیږي (کابل، هرات، کندهار او مزارشریف) او گڼ نفوس لري. دغه ښار دگرمې هوا او زیاتې زرغونتیا له امله په همیشه بهار نومول شوی. دجلال اباد ښاروالي په کال ۱۳۲۷ لمریز کې جوړه شوی دنفوسو د اټکل او دنواحیو دمدیریتونو داټکل پربنسټ نفوس یې ۸۳۲۰۲۲ نفرو ته رسیږي او شپږ ناحیې او ۷۶ گذره لري.  د ناحیو د دفترونو دشمېرو پر بنسټ څلورمه، دویمه او لومړۍ ناحیه تر ټولو زیات نفوسر لرونکي ناحیې دی.

ددغه ښار ډېراوسېدونکي په پښتو ژبه غږیږي او ورپسې دري او پشه یی راځي. هندي په دې ښار کې د لږکیو ژبه ده.

جلال اباد د ننگرهار په شمالي برخه کې پروت دی او ۲۷ کیلو متره مربع مساحت لري. د یادولو وړ ده چې دجلال اباد ښار له څلورو خواوو څخه ۱۳ کیلو متره مربع غیر پلاني پراختیا کړې او ماستر پلان یې یواځي ۷۰٪ پلی شوی.

د جلال اباد ښار (۱۴۲ کیلومتره) او دتورخم د پولې (۷۵ کیلومتره) په عمومي لاره پروت دی. په تېر او اوس وخت کې جلال اباد یو لوی سوداگریز ښار دی او د مربا، غیر الکولي مشروباتو، دشړشم تیلو، دزیتون غوړیو، المونیمو، مرمر تیږو، المونیمي لوښو، څپلیو گنډلو، بوټ گنډلو، قالین بافۍ او کنجد په تولید کې شهرت لري. خو دجنگ او کورنیو شخړو کلونو او همدا ډول څو کلنې وچکالۍ دښار په اقتصادي وضعیت خپل منفې اغېز ښندلی. مالداري، کرنه، سوداگري، خدمات او دکوچنیو لاسي صنایعو صنعت دښاریانو دژوندانه دتېرولو اصلي سرچینې تشکیلوي.

تگ