کتابتون
-
د ارواپوهنې بل مهم کتاب چاپ شو
حوت 10, 1401 09:02د ارواپوهنې یو مهم کتاب له انګرېزۍ پښتو ته وژباړل شو، چې د ارواپوهنې مینه والو ته زېری ګڼل کېږي. په دې کتاب کې پر روانو ستونزو د غلبې لپاره مهمې لارښوونې او تمرینونه شته. په ۳۵۰ مخونو کې دغه کتاب د صالح محمد صالح له خوا ژباړل شوی او سروش کتابپلورنځي خپور کړی دی. لیکوالې د کتاب په وروستیو کې د خپل ژوند غموونکی داستان بیان کړی، چې څه ناخوالې ورباندې راغلي او څنګه توانېدلې نورو ته سرمشق شي.
-
د ارواپوهنې کتاب: ‘تر ذهن مخکې شه’ چاپ شو
حوت 10, 1401 08:58دغه کتاب له شوره ډکو سوچونو کې د سکون موندنې ورځنی تمرین دى. ٥٠ څپرکي (فصلونه) لري چې تازه په کابل کې سروش کتاب پلورنځي چاپ کړى دى
-
د ((ستوري د ادب په اسمان کې)) اثر په اړه دلته ولولئ!
حوت 03, 1401 11:52دا تذکره د١٣٧٩ لمريز کال په مرغومي مياشت کې« دانش خپرندويې ټولنې» په پېښور کې چاپ کړې. دمخونو شمېر يې ۴+۱۳۴۳+۳۰=۱۳۷۷ دی. ليکوال او راټولوونکی يې محمد داود وفا دى او د پښتو ٢٥١ تنه ليکوال او شاعران په کې راپېژندل شوي دي.
-
د خوشال خان په خپل قلم لیکل شوی دیوان چاپ شو
حوت 03, 1401 09:08د پښتو د نامتو شاعر خوشال خان خټک د شعرونو دیوان د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په شخصي لګښت چاپ شوی.
-
د “ژورنالېستي بحثونه” کتاب چاپ شو
حوت 03, 1401 09:04د ژورنالېستي بحثونو کتاب، عبدالرقیب سایل لیکلی، چې تازه په ۱۴۵ ایف ۵ مخونو کې د سروش کتابپلورنځي په تخنیکي مرسته بازار ته وړاندې شو.
-
« له افغانستانه تر عراقه د مرګ څپې» کتاب چاپ شو
حوت 03, 1401 08:57له افغانستانه تر عراقه د مرګ څپې په نوم د کتاب پښتو ژباړه چاپ شوه. کتاب مشهور مصري لیکوال او ژورنالېست محمد المراغی لیکلی او پښتو ته هدایت الله همیم را ژباړلی دی.
-
د افغان جګړې پټ تاریخ کتاب چاپ شو
حوت 03, 1401 08:41د کتاب ژباړن: رفیق محمد خاورین
-
سيند په کوزه کې؛ يو بې ساری کتاب چاپ شو
حوت 03, 1401 08:40داسې يو کتاب چې د پښتو کتابونو په ډګر کې سيال نه لري، د لومړي ځل له پاره د چاپ په ګاڼه سنبال شو.
-
د ايمل پسرلي د نړيوالو کيسو کيسې کتاب چاپ شو
حوت 03, 1401 08:35د نړيوالو کيسو کيسې کتاب کې ٢٦ لنډې کيسې او پر هغو کره کتنه ځاى شوې ده. دا کتاب په کابل کې د سروش خپرندويې ټولنې چاپ کړى دى.
-
بریالی کېدای شم کتاب چاپ شو
حوت 03, 1401 08:23که لږ پام وکړو، پوه به شو چې زموږ د هر یوه ژوند له ځینو داسې پېښو او کیسو ډک دی چې هېڅکله به هېرې نه شي. هغه شېبې چې موږ د یوه کار د ترسره کولو توان درلود خو ترسره مو نه کړ، هغه شېبې چې موږ یو څه غوښتل خو لاسته مو را نه وړل، هغه شېبې چې باید پر یوه موضوع پوه شوي وای خو هغه شېبه پرې پوه نه شوو، هغه تصمیمونه چې باید نیولي مو وای خو د یادو تصمیمونو د نیولو لپاره مو لوی زړه نه درلود او (نه شم کولای) کلمې زموږ د ژوند یوازینۍ پېژندل شوې او ارزښت لرونکې کلمې وې.