حوت 28, 1402 14:50 Asia/Kabul
  • د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ دویمه شل اوریزه لوبه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې د دریو نړیوالو شل اوریزو سیالیو په دویمه لوبه کې د ایرلینډ لوبډلې ته په لسو منډو ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې د لوبې پچې په ګټلو سره لومړی توپوهنه پیل کړه او په ټاکل شویو شلو آورونو کې د خپلو نهه لوبغاړو په سوځېدو سره یې وکولای شول چې مخالفې لوبډلې ته یو سلو دوه پنځوس منډې ترسره کړي. افغانستان دغه لوبه د راشد خان په ځلېدا سره وګټله، چې د لوبې په دویمه نیمايي کې یې څلور ایرلنډي لوبغاړي له لوبې بهر کړل. افغان توپ وهونکو په منځ کې محمد نبي ښه لوبه وکړه او وتوانید چې په یوازې ډول نهه پنځوس منډې ترسره کړي. په دویمه پاڼۍ کې ایرلینډ لوبډلې په شلو اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځیدو سره یوسلو دوه څلویښت منډې جوړې کړي. ټاکل شوې د دې سیالیو وروسته لوبه نن ترسره شي.