حوت 28, 1402 14:51 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د شري ناروغۍ زیاتوالي په اړه د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه

د روغتيا نړيوال سازمان وايي، په افغانستان کې د شري ناروغۍ پېښې مخ په زياتېدو دي.

که څه هم دې سازمان په دې ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر په اړه احصایه نه ده خپره کړې، خو ویلي یې دي چې د دغې ناروغۍ د خپرېدو ډیر ګواښ شتون لري.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، که یو کس په دې ناروغۍ اخته وي، ښايي ټول هغه کسان چې د دې ناروغ سره شتون ولري دوي ټول پرې اخته شي.

د روغتیا نړیوال سازمان له کورنیو غوښتي چې خپل ماشومان واکسین کړي تر څو دوی خوندي پاتې شي.

په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ لوړې کچې او د روغتیايي اسانتیاوو د کړکیچ په پام کې نیولو سره، شري کیدای شي وژونکې ناروغۍ وبلل شي.