-
د افغانستان تر ۱۴ کلونو کم عمره د فوټبال لوبډله نن د ترکمنستان په وړاندې لوبه کوي.
عقرب 23, 1401 16:49نن به د افغانستان او ترکمنستان له ۱۴ کلونو د کم عمر لرونکي لوبډلې لوبغاړي د فوټبال په ډګر کې سره سیالي وکړي.
-
د انګلینډ لوبډلې د ۲۰۲۲ کرېکټ نړیوال جام وګټلو.
عقرب 23, 1401 14:16انګلینډ لوبډله وتوانېدله چې ۳۰ کاله وروسته د کرېکټ په ډګر کې له پاکستانه غچ واخلي ځکه دېرش کاله وړاندې جام پاکستان ګټلی و.
-
د کرېکټ ٢٠٢٢ نړیوال جام سیالیو کې انګلستان، هندوستان ته هيښوونکې ماتې ورکړه.
عقرب 19, 1401 20:18د کرېکټ په نړیوال جام سیالیو کې نن د انګلینډ او هندوستان ترمنځ نیمه پایلوبه وه چې د هند ملي لوبډلې د انګلستان د ملي لوبډلې له خوا په لوبه کې ماتې وخوړه .
-
د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام پایلوبې ته لار پيدا کړه.
عقرب 18, 1401 17:52نن د کرکټ شل اوریز ٢٠٢٢ نړیوال جام سیالیو کې پاکستان نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووت.
-
د هندوستان او زِمبابوی ملي لوبډلو ترمنځ کرېکټ سیالۍ کې هندوستان وګټله.
عقرب 15, 1401 12:59د کرکټ ۲۰۲۲ شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د هندوستان ملي لوبډلې د زِمبابوی له ملي لوبډلې وګټله.
-
نن د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې پاکستان له بنګله دېش څخه لوبه وګټله.
عقرب 15, 1401 12:35د پاکستان ملي لوبډلې له بنګله دېش څخه د دغې لوبې په ګټلو نیمه پایلوبې ته لار وموندله.
-
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي استعفا ورکړه.
عقرب 13, 1401 15:55د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوريزو سياليو لوبډلمشر محمد نبي له لوبډلمشرۍ استعفاء وکړه.
-
د کرکټ شل اوریز نړیوال جام لوبو کې افغان ملي لوبډلې له اسټرالیا ماتې وخوړه.
عقرب 13, 1401 15:33نن د کرېکټ په نړیوال جام سیالیو کې اسټرالیا د څلور منډو په توپير له افغانستان څخه لوبه وګټله.
-
د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن پاکستان له سوېلي افریقا څخه لوبه وګټله.
عقرب 12, 1401 13:58د پاکستان او سوېلي افريقا لوبډلو سیالۍ کې، توپوهنه لومړی پاکستان وکړه او د سوېلي افریقا لوبډلې ته يې د ۱۸۶ منډو هدف وټاکلو.
-
سپین غر زون، مس عینک لوبډلې ته د ۴۲۷ منډو هدف وټاکه.
عقرب 12, 1401 12:01د سپین غر زون لوبډلې په خپله دوه یمه پاڼۍ کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۱ منډې جوړې کړې او په لومړۍ پاڼۍ کې د مخکېوالي پر مټ یې مس عینک لوبډلې ته د ۴۲۷ منډو هدف وټاکه.