-
په هلمند کې د فوټبال شپنیو سیالو په دوام درې سیالۍ وشوې
حمل 21, 1402 08:21د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه همت ورزشي لوبغالي کې د فوټبال شپنیو سیالیو په دوام تېره شپه درې سیالۍ ترسره شوې.
-
زابل: په لومړي ځل په دايچوپان ولسوالۍ کې د کرکټ ټېپ بال سيالۍ ترسره شوې
حمل 21, 1402 08:19د زابل ولايت د ورزش امريت په ملاتړ د دايچوپان ولسوالۍ چلکور سيمه کې په لومړي ځل د ٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال رمضان جام سيالۍ ترسره شوې.
-
کرکټ؛ نن د آی پي ایل په لیګ کې دوه سیالۍ ترسره کېږي
حمل 19, 1402 08:35ټاکل شوې چې نن شنبه د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل کې دوه سیالۍ ترسره شي.لومړنۍ لوبه چې د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې پیلېږي راجستان راویلز به د ډیلي کپیټلز پر وړاندې سیالي وکړي.
-
په باميان کې فوټسال رمضان جام سيالۍ پيل شوې
حمل 19, 1402 08:08د باميان ولایت د فوټبال فدراسیون له بدني روزنې او سپورټ امريت سره په همغږۍ د دې ولايت په نوي ورزشي جمنازيوم کې د رمضان جام په نوم د ١٨لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل کړې. د دې سياليو د پيل لوبه د مزاري او عقابان لوبډلو ترمنځ وشوه، چې له ٣-٢ پايلې سره د مزاري لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده. د يادولو ده، چې دغه سيالۍ به ١٨ ورځې دوام وکړي
-
خوست: د واکو کیوکوشین کراټې د "٧٠" لوبغاړو ترمنځ رمضان جام سیالۍ ترسره شوې
حمل 19, 1402 08:07په خوست ولايت کې د بدني روزنې او سپورټ امريت کراټې ورزشي رشتې اړوند واکو کيوکوشين کراټې د "٥" کلبونو "٧٠" تنو ورزشکارانو ترمنځ د رمضان جام سيالۍ ترسره شوې.
-
هلمند؛ د کرکټ رمضان جام سیالیو پر دوام تېره شپه درې لوبې ترسره شوې
حمل 19, 1402 08:02لومړۍ لوبه د خاکسار ياران او افغان ارمان لوبډلو ترمنځ وشوه، په پيل کې د خاکسار ياران لوبډلې توپوهنه وکړه او په ټاکلو لس اورونو کې يې د ٤لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ١٦٤ منډو هدف ورکړ، په دويمه پاڼۍ کې د افغان ارماني لوبډلې د ٤لوبغاړو په سوځیدو سره ١١٤ منډې وکړې او لوبه يې د ٥٠ منډو په توپیر خاکسار لوبډلې ته بايلوده.
-
خوست؛ د فوټسال رمضان جام سياليو په دوام دوه سيالۍ ترسره شوې
حمل 19, 1402 08:00د خوست ولايت د اماني ملي لوبغالي ترڅنګ په سرپټي میدان کې د فوټبال فدراسیون له لوري په لومړي ځل د فوټسال پیل شویو رمضان جام سیالیو په دوام تېره شپه دوه سيالۍ ترسره شوې.
-
خوست؛ د لکڼو والیبال رمضان جام سیالیو په دوام دوه سیالۍ ترسره شوې
حمل 19, 1402 07:59د خوست ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت او والیبال فدارسیون په همغږۍ د لکڼو ځوانانو له خوا د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام سیالیو په دوام دوه سيالۍ ترسره شوې.
-
خوست؛ د مهدي خېلو رمضان جام سياليو په دوام دوه سيالۍ ترسره شوې
حمل 19, 1402 07:57د خوست ولایت د فوټبال فدراسیون په چوکاټ کې د مهدیخېلو ځوانانو له لوري د فوټبال پیل شویو شپنیو سیالیو په دوام دوه سيالۍ ترسره شوې.
-
بادغيس؛ د فوټسال رمضان جام سیالیو پر دوام څلور لوبې ترسره شوې
حمل 19, 1402 07:56په بادغيس ولايت کې د ورزش امريت له لوري د فوټسال رمضان جام پيل شويو سياليو په دوام تېره ورځ د وري په ١٧مه نېټه څلور لوبې وشوې.