-
د اماراتو لس اوریزې سیالۍ د یو شمېر افغان لوبغاړو په ګډون پیليږي
قوس 08, 1402 06:49د عربي متحده اماراتو د کرکټ لس اوریزې سیالۍ نن د ۸ لوبډلو په ګډون پیليږي.
-
سريلانکا کې د کرکټ ناورین؛ د سپورټ وزیر له دندې ګوښه شو
قوس 07, 1402 08:25د سريلانکا د سپورت وزیر روشان راناسنګه د څو ساعته وروسته له هغه له دندې ګوښه شو چې پر ولسمشر رانیل ویکرما سنګه یې د خپل د وژنې د هڅې تور پورې کړ او لامل یې په کرکټ بورډ کې د فساد د پاکولو په خاطر خپلې هلې ځلې وښودلې.
-
د 'آی پي ایل' لوبډلو د پنځو افغان لوبغاړو د ساتلو اعلان کړی
قوس 06, 1402 10:30د هند په (آی پي ایل) لیګ کې لوبډلو هغه پنځه لوبغاړي له ځان سره ساتلي دي چې تیر کال هم د یادو لوبډلو له لوري لوبېدلي وو.
-
د ښځينه کرکټ لوبې؛ د پاکستان ښځينه ملي لوبډله د شله اوره او یو ورځنیو سیالیو لپاره نوي زیلنډ ته لاړه
قوس 04, 1402 07:46د پاکستان کرېکټ بورد اعلان وکړ چې د پاکستان د ښځو ۱۷ کسیزه لوبډله د ندا ډار په مشرۍ د نوي زیلنډ پر وړاندې د ۳ شل اوریزو او ۳یو ورځنیو سیالیو لپاره د دوبۍ له لارې نوي زیلنډ ته روانه شوې.
-
د فوټبال نامتو لوبغاړی دیګو مارادونا
قوس 04, 1402 07:12له نن څخه ۳ کاله پخوا د ۲۰۲۰ د نوومبر په ۲۵ مه د فوټبال نامتو ارجنټایني لوبغاړی دیګو مارادونا د ۶۰ کلونو په عمر د زړه د درېدا له کبله مړ شو.
-
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي امریکا ته ولاړ
قوس 02, 1402 15:20د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي د امریکا کالیفورنیا ایالت ته رسیدلی دی، چېرته چې د افغان کلتوري ټولنې د مشرانو لخوا یې هرکلی شوی دی.
-
د بیګ باش په سیالیو کې د راشد خان ګډون نه کول
قوس 02, 1402 15:14د اسټرالیا رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی راشد خان د اسټرالیا د راتلونکي بېګ باش لوبو څخه په ملا کې د ستونزې له امله د سږکال راروانو سیالیو څخه بهر شوی.
-
کرکټ؛ افغانستان او هند د کرکټ درې شل اوریزې لوبې کوي
قوس 01, 1402 08:10د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د ۲۰۲۴ د جنورۍ په میاشت کې به له هند سره درې شل اوریزې نړیوالې لوبې کوي.
-
کویټ له افغانستان څخه ۴ پر صفر وګټله
قوس 01, 1402 08:08د افغانستان د فوټبال ملي ټيم د نړیوال جام د مقدماتي سیالیو په لړ کې بېګا ۴ پر صفر له کوېټ ماتې وخوړه.
-
د فوټبال د نړیوال جام دویمه مقدماتي سیالي؛ افغان لوبډله نن کویټ سره لوبه لري
عقرب 30, 1402 12:58د نړیوال جام د غوراوي سیالیو په لړ کې د افغانستان او کویټ ملي لوبډلو ترمنځ نن لوبه ده