-
ستانکزي د بهرنیانو له خوا د افغانستان له هوايي حریم څخه پر سرغړونه نیوکه کړې
اسد 07, 1402 16:32د کابل په لویدیځ کې د حسیني عاشورا په مراسمو کې د ګډون پر مهال د چارسمبالي حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال امنیتي ستونزو ته په اشارې سره د بهرنیانو له خوا د هېواد له هوايي حریم څخه په سرغړونې نیوکه کړې. دارنګه عباس ستانکزي زده کړه د هېواد د ټولو وګړو حق بللی.
-
دوحې ته د امیرخان متقي په مشرۍ د چارسنبالي حکومت د پلاوي سفر
اسد 07, 1402 16:30ټاکل شوې چې نن د امیرخان متقي په مشرۍ د چارسمبالي حکومت یو پلاوی دوحې ته ولاړ شي. سبا به دغه پلاوی د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا د متحدو ایالتونو له استازو سره وګوري او خبرې اترې به ورسره وکړي.
-
د امنیت شورا راپور ته د چارسمبالي حکومت د ویاند غبرګون
اسد 07, 1402 16:28د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور په غبرګون کې د چارسمبالي حکومت ویاند د دوی د حکومت او القاعده شبکې ترمنځ اړیکې ردوي.
-
په افغانستان کې د عاشورا مراسم
اسد 07, 1402 16:02د عاشورا ورځې مراسم پرون د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې تر سختو امنيتي تدابيرو او د کابل او بلخ په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې د مخابراتي شبکو د پرې کېدو او نورو ستونزو سره سره ترسره شول. د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا مرستیال هم د عاشورا د ورځې د امنیت د ټينګولو له امله له امنیتي ځواکونو مننه کړې.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
اسد 07, 1402 14:08د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
افغان فوټسال لوبډلې په نړۍ کې شپږ اویایم مقام خپل کړ
اسد 07, 1402 07:26د فوټسال د نړیوالې ډلبندۍ وېبپاڼې ویلي، چې د افغانستان ملي لوبډلې په نړۍ کې د درویشتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره شپږ اویایم مقام خپل کړی دی.
-
جوزېف بورل قرانکریم ته سپکاوی په کلکو ټکو غندلی دی
اسد 07, 1402 07:24د اروپايي ټولنې د امنيتي چارو او بهرنۍ پاليسۍ مشر جوزیف بورل د قرآنکريم سپکاوی په کلکه غندلی دی.
-
صهیونیستي ځواکونو لویديځه غاړه کې یو څوارلس کلن ځوان شهید کړی دی
اسد 07, 1402 07:18فلسطیني رسنیو د لوېدیځې غاړې پر قل قیلیه ښار له حملې وروسته، د یوه څوارلس کلن فلسطیني تنکي ځوان د شهادت خبر ورکړ.
-
هلمند کې روغتیايي مسولان: دغه ولایت کې هره میاشت لس زره خوارځواکي ماشومانو درملنه کېږي
اسد 07, 1402 07:10د دې ولایت دعامي روغتیا ریاست مسؤلین وايې، د دغه ولایت په یوسلو او درې شپېته روغتیايې مراکزو کې هره میاشت شاوخوا لس زره تر پنځه کاله کم عمره خوار ځواکي ماشومانو درملنه کیږي . بل خوا بیا یو شمېر روغتیاپالان په خوارځواکۍ داخته ماشومانو زیاتوالی په اقتصادي فقر او د زیږون ترمنځ دفاصلي نه مراعتول بولي .
-
عبدالطیف پدرام: امریکا او ناټو د منځنۍ آسیا د بې ثباته کولو لپاره د افغانستان شمال ته جګړه غځوي
اسد 07, 1402 06:59د افغانستان د ولسي جرګې یو پخوانی غړی وايي، چې د اوکراین د ماتې له زیاتېدو سره، امریکا او ناټو د منځنۍ آسیا د بې ثباته کولو لپاره د افغانستان شمال ته جګړه غځوي. د ملي کنګرې ګوند مشر عبدالطیف پدرام ټینګار کړی چې د افغانستان په شمال کې د ترهګرو ډلو د خوځښتونو موخه، منځنۍ آسیا او د آسیا حیاتي سیمې ته د جګړې او بې ثباتۍ راوستل دي.