-
کندهار د ربړینو توکو جوړولو صنعت له ورکېدو سره مخ دی
سنبله 01, 1402 15:01چپات دوزي یا د ربړینو توکو جوړول چې د کندهار یو له لرغونو کسبونو ګڼل کېږي، د تېر پرتله یي بازار پیکه شوی دی. د دې توکو جوړونکو وچکالي د دغه کسب د پیکه کیدو اصلي لامل بولي. د ربړینو توکو جوړوونکي د موټر له زړو ډیرونو سطلونه، رسۍ، چپلۍ یا چوټې، ګلدانۍ او نور توکي جوړوي.
-
د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ د اوسېدونکو روغتیايي ستونزې
سنبله 01, 1402 14:57د ننګرهار دره نور ولسوالۍ اوسيدونکي په روغتيا برخه کې له ستونزو څخه شکایت کوي او وايي چې دوی نفوس زیات دی، درمل او نور خدمات د کمو خلکو په تناسب ورکول کيږي.
-
په کابل کې د ایراني عکاس نیولو ته غبرګونونه
سنبله 01, 1402 14:54د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي، د ايراني خبريال محمدحسين ولايتي له نيول کېدو سره د هېواد په بندخونو کې د خبريالانو او رسنيو د کارکوونکو شمېر ديارلسو ته رسېدلی.
-
عباس ستانکزی: نړۍ دې له موږ سره خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي
سنبله 01, 1402 14:51د چارسمبالي حکومت د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمد عباس ستانکزي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پلاوي له مرستيال مارکس پوتزل سره په کتنه کې ویلي چې نړيواله ټولنه بايد له افغانستان سره خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
-
غور ولایت ته د کورنیو چارو وزارت د چارسنبالي وزیر سفر
سنبله 01, 1402 14:48د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي وزیر غور ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې افغانستان یو خپلواک او ازاد اسلامي نظام لري او خلک باید پوه شي چې د نظام هر ډول پرمختګ او پیاوړتیا د ملت په همکارۍ او نږدېوالي پورې تړلې ده.
-
په هېواد کې د سوداګرۍ او صنایعو د ودې لپاره د طالبانو د مشر نوی فرمان
سنبله 01, 1402 14:39شیخ هبت الله اخندزاده په بندرونو کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو او په هېواد کې د خپلو تولیداتو د کارونې فرمان صادر کړی.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
سنبله 01, 1402 14:23د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو سرټکي
-
د افغانستان او پاکستان د کرېکټ یوه ورځنۍ سیالۍ
اسد 31, 1402 15:23د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ نن پیل شوه چې افغانستان لومړۍ توپ اچونه پیل کړې.
-
د پاکستان پر پخواني لومړي وزير لګول شوي تورونه
اسد 31, 1402 15:13د پاکستان پخوانی لومړی وزیر چې د اداري فساد په تور په زندان کې دی، د حکومتي اسنادو د افشا کولو په برخه کې له نويو تورونو سره مخ شوی دی. پر عمران خان تور لګول شوی چې د دولت پټ اسناد يې خپاره او رسوا کړي دي.
-
يونيسف: د افغانستان څلورو ګاونډيو هېوادونو کې ۸.۲ ميليونه افغانان ميشت دي
اسد 31, 1402 15:10د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق اعلان کړی، چې اته عشاريه دوه ميليونه افغانان په ګاونډيو هېوادونو کې ژوند کوي. یونیسف د راپور له مخې ایران، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان هغه هېوادونه دي چې تر ټولو ډېر افغان کډوال او پناه غوښتونکي ژوند پکي کوي.