-
د غزې تړانګې شمال ته د ۲۰۰ زره فلسطینیانو ستنیدل
میزان 19, 1404 13:00غزه کې د اوربند له دوهمې ورځې سره همهاله فلسطیني کډوال خپلو مېنو ته د ستنیدو په حال کې دي. په ورته وخت کې عبري رسنیو راپور ورکړی چې د فلسطیني بندیانو د خوشې کولو امر په رسمي ډول امنیتي چارواکو او زندانونو ته ورکړل شوی دی.
-
پاکستان کې د لبیک ګوند پلویانو د لاریونونو دوام
میزان 19, 1404 12:59په لاهور او اسلام آباد کې د پاکستان لبیک غورځنګ د پلویانو لخوا د امریکا ضد پراخو مظاهرو وروسته د لاریون کونکو او پولیسو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شوی دی.
-
چینايي توکو باندې د امریکا ۱۰۰ سلنه تعرفه
میزان 19, 1404 12:58وروسته له هغه چې چین د نادره ځمکو د کانونو صادرات محدود کړل د امریکا ولسمشر وویل چې هغه به د نومبر له لومړۍ نیټې څخه په چینایي توکو سل سلنه تعرفه ولګوي.
-
افغانستان د اسیا د زورخانې په سیالیو کې درېیم مقام وګاټه
میزان 19, 1404 12:56د افغانستان د زورخانه ای غیږ نیونې ملي لوبډلې د ایران اسلامي جمهوریت په اسیایي لوبو کې د یوولسو مډالونو په ګټلو سره درېیم مقام ترلاسه کړ.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
میزان 17, 1404 14:00د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
غزه کې د اوربند طرحې پلي کیدل
میزان 17, 1404 13:59المیادین خبري شبکې اعلان وکړ چې په غزه کې د اوربند د پلي کولو لړۍ نن ماسپښین پیل شوه.
-
د حماس غورځنګ لخوا په غزه کې د اوربند هوکړه
میزان 17, 1404 13:58وروسته له هغه چې ټرمپ په غزه کې د اوربند تړون اعلان کړ حماس غورځنګ په یوه بیان کې وویل چې دا تړون د حماس غورځنګ او د فلسطیني مقاومت ډلو ترمنځ د مسؤلانه او له جدي خبرو اترو وروسته لاسلیک شو. په ورته وخت کې المیادین خبري شبکې اعلان وکړ چې په غزه کې د اوربند لړۍ له نن ماسپښین راهیسې پلي شوې ده.
-
د نتنیاهو او ګالانټ د نیولو فعال حکمونه
میزان 17, 1404 13:56د نړیوالې جنایي محکمې ویاند فادي عبدلله تیره شپه وویل چې د لومړي وزیر نتنیاهو او د صهیونیستي رژیم د پخواني دفاع وزیر یوآو گالانت د نیولو امرونه د هاګ محکمې د پریکړې پراساس لاهم فعال دي.
-
هند ته د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزیر سفر
میزان 17, 1404 13:54د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي مسکو ته له خپل سفر وروسته هند ته ولاړ او یو شمېر لوړ پوړو هندي چارواکو سره یې ولیدل. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا د دې سفر یو له مهمو موخو څخه ګڼل کیږي.
-
د شري ناروغۍ د واکسین کمپاین لومړی پړاو
میزان 17, 1404 13:54د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د شري د واکسین ملي کمپاین په لومړي پړاو کې په افغانستان کې د شپږو میاشتو څخه تر لسو کلونو پورې شاوخوا اته اعشاریه نهه میلیونه ماشومان واکسین شوي دي.