-
دهلي کې د هند صنعت استازو سره د امیرخان متقي لیدنه
میزان 22, 1404 13:26د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر چې اوسمهال په هند کې دی، د هند صنعتي استازو سره په یوه غونډه کې وویل چې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا یو میلیارد ډالرو ته رسیدلې ده. امیر خان متقي همدارنګه له هند څخه وغوښتل چې چابهار بندر باندې د بندیزونو د لرې کولو لپاره له امریکا سره خبرې وکړي.
-
افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې زیانمنوونکی هیواد
میزان 22, 1404 13:25په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام وايي چې افغانستان د طبیعي پیښو په وړاندې د نړۍ یو له خورا زیان منونکو هیوادونو څخه دی.
-
د ټرامپ څرګندونو ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت غبرګون
میزان 22, 1404 13:22د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د اشغال شویو سیمو په اړه د امریکا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې بې بنسټه، غیر مسؤلانه او شرمونکې وبللې او په کلکه یې وغندلې.
-
مکسیکو کې د سیلابونو له امله ۶۴ کسان وژل شوي
میزان 22, 1404 13:21په مکسیکو کې د تېرې اونۍ راهیسې پیل شوي سختو بارانونو او سیلابونو لږترلږه څلور شپېته کسان وژلي دي.
-
د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي لوبډلو سیالۍ
میزان 22, 1404 13:19د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ د فوټبال لوبه به نن شپه په کویت کې ترسره شي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
میزان 20, 1404 13:15د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د افغان او پاکستاني ځواکونو جګړه
میزان 20, 1404 13:13د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې د تېرې شپې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د دوی د ځواکونو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې په اړه وضاحت ورکړ. همدارنګه له دې نښتې وروسته پاکستان نن له افغانستان سره څو لارې وتړلې.
-
د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر زغم د عراقچي ټینګار
میزان 20, 1404 13:12د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د افغانستان او پاکستان ترمنځ تر شخړې وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې په زغم او ثبات ټینګار کړی دی.
-
د سرپرست حکومت پوځیانو او پاکستاني ځواکونو شخړه
میزان 20, 1404 13:08تېره شپه د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د سرپرست حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سخته جګړه وشوه. چې د مرګ ژوبلې په اړه متضادې شمېرې خپرېږي. د سرپرست حکومت د دفاع وزارت چارواکي وايي چې په نښته کې څو پاکستاني پوستې ویجاړې شوې او دوی ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
-
نوي دهلي کې د امیرخان متقي خبري ناسته
میزان 20, 1404 13:07د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په نوي ډیلي کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره زده کړې تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوې دي.