-
په پکتیکا ولایت د پاکستان هوايي برید
میزان 26, 1404 14:05تېره شپه په پکتیکا ولایت کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه لس افغان ملکي وګړي شهیدان شول. همدارنګه د افغانستان کرکټ بورډ په ارګون ولسوالۍ کې د دوی په موټر باندې په برید کې د دریو ولایتي کرکټ لوبغاړو د شهادت او څو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړ
-
قطر ته د سرپرست حکومت د پلاوي سفر
میزان 26, 1404 14:03د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د ملا یعقوب مجاهد او د استخباراتي ادارې د مشر عبدالحق وثیق په مشرۍ د دفاع وزارت یو پلاوی دوحې ته تللی ترڅو له پاکستاني لوري خبرې وکړي.
-
د افغانستان او ایران د ګډ اقتصادي فرصتونو غونډه
میزان 26, 1404 14:02د ایران او افغانستان ترمنځ لومړنی ګډ نندارتون چې موخه یې د اقتصادي همکاریو پراختیا او د څو میلیارد ډالرو پانګونې راجلبول دي، نن شنبې په بیرجند کې ترسره شو
-
د سرپرست حکومت او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ټلفوني خبرې
میزان 26, 1404 14:00د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د وروستیو سیمه ییزو بدلونونو او دوه اړخیزو اړیکو بیاکتنه وکړه.
-
په لویدیځه غاړه د صهیونیسټانو پوځي برید
میزان 26, 1404 13:59فلسطیني رسنیو د فلسطیني کډوالو د پنډغالو په ګډون د لویدیځې غاړې په څو سیمو کې د صهیونیستي رژيم ځواکونو لخوا د پراخو چاپو راپور ورکړی.
-
د روسیې او چین سیمه ییزې همکارۍ پراختیا
میزان 26, 1404 13:57روسیه وايي چې غواړي له بیجینګ سره سیمه ییزې اړیکې زیاتې کړي، په ځانګړې توګه د افغانستان د امنیتي مسلو په اړه ترڅو د مسکو او بیجینګ ترمنځ همکاري نوره هم پیاوړې شي
-
په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او زیلینسکي ترمنځ سخته غونډه
میزان 26, 1404 13:56امریکایي رسنۍ وايي چې د ټرمپ او زیلینسکي ترمنځ ناسته چې تېره شپه په سپینه ماڼۍ کې وشوه، ډېره کړکېچنه وه.
-
د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه لغوه شوه
میزان 26, 1404 12:54د افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان سره را روانې شل اووریزې لوبې لغوه کړي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
میزان 24, 1404 14:05د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د پاکستان برید کې ۴۵ کسانو ته مرګ ژوبله
میزان 24, 1404 14:03د پاکستان د پوځ له خوا د افغانستان په پلازمېنه کابل له بریدونو وروسته د پنځو کسانو د وژل کېدو او د ماشومانو په ګډون د پنځه څلوېښت نورو د ټپي کېدل تایید شوی دی.