-
لبنان کې د صهیونیستانو تیري دوام
عقرب 22, 1404 12:59صهیونیستي رژیم د لبنان په خاوره کې د اوربند سرغړونو او تیریو په دوام په مکرر ډول د دغه هیواد په جنوب کې پر سیمو بریدونه کړي دي. په ورته وخت کې د حزب الله چارواکو خبرداری ورکړی چې صهیونیسټان د ټولې سیمې د نیولو په لټه کې دي او د لویدیځې آسیا هیوادونه باید په دې اړه پام وکړي.
-
قدس کې د فلسطینیانو کورونو ویجاړول
عقرب 22, 1404 12:58حماس غورځنګ ویلي دي چې په اشغال شوي قدس کې د خلکو د کورونو نړول په فلسطیني سیمو کې د صهیونیسټانو د جنایتونو دوام دی. دغه غورځنګ ویلي دي چې نړیواله ټولنه باید د صهیونیسټانو د اشغال پالیسۍ ته سترګې پټې نه کړي.
-
د عربستان سیالۍ کې د افغان مویتای کار مبارزه
عقرب 22, 1404 12:56کپتان او د موی تای د پنځه اویا کیلوګرام وزن کټګورۍ استازی محمد یوسف جهانګیر تر اوسه پورې په سعودي عربستان کې د اسلامي پیوستون لوبو کې د برنزو مډال ګټلی دی.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
عقرب 21, 1404 13:16د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
پاکستان سره د افغانستان د اقتصادي سوداګرۍ د کمولو امر
عقرب 21, 1404 13:15د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي دي چې افغان سوداګر باید ډیر ژر د پاکستان له لارې سوداګري او ټرانزیټ کم کړي او په دې برخه کې بدیلې لارې چارې ومومي.
-
د پاکستان د جګړې ناروا والي په اړه د فتوا غوښتنه
عقرب 21, 1404 13:14د پاکستان د مذاکراتو ټیم له کابل څخه غوښتنه کړې چې د سرپرست حکومت مشر دې په پاکستان کې د روانې جګړې د ناروا والي په اړه فتوا صادره کړي.
-
په کابل کې د ۲۵۸ پرمختیایي پروژو پلي کول
عقرب 21, 1404 13:13د سرپرست حکومت ویاند وايي چې د کابل ښاروالۍ سږ کال د دوه سوه اته پنځوس پرمختیایي پروژو د پلي کولو لپاره یو پروګرام په لاره اچولی دی.
-
د فلسطیني بندیانو د اعدام قانون په اړه غبرګونونه
عقرب 21, 1404 13:11د فلسطیني بندیانو د اعدامولو د قانون د تصویب په غبرګون کې حماس غورځنګ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دا نژاد پرسته قانون وغندي او د صهیونیستي رژیم پر وړاندې بندیزونه په پام کې ونیسي.
-
د عراق د پارلماني ټاکنو لپاره د رایې ورکولو بهیر پای
عقرب 21, 1404 13:10د عراق د پارلماني ټاکنو شپږم پړاو پرون ترسره شو. د عراق د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي چې په دې پړاو کې د خلکو ګډون پنځه پنځوس سلنه و.
-
په وینزویلا باندې د امریکا د برید په اړه ګنګوسې
عقرب 21, 1404 13:09د وینزویلا په اړه د امریکا د برید د احتمال په تعقیب د کاراکاس حکومت په هیواد کې د تیارسۍ حالت اعلان کړی دی.